لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس امریکې سره د سائنس په مد کې د همکارۍ ختمولو دړکه کړې


خلا کې موجود انټرنیشنل سپیس سټیشن
خلا کې موجود انټرنیشنل سپیس سټیشن
یوکرین کې د حالاتو په سر د روس او غربي نړۍ تر منځ د اختلافاتو په نتیجه کې د روس او امریکا د سائنس په مد کې همکاري متاثره کیدونکې ده.
روس د امریکې گلوبل پوزیشنگ سسټم یا د جې پې ایس سنگلې ترلاسه کونکې سټیشنې بندولو دړکه کړې ده. ددې نه وړاندې يي امریکې سره د سائنس په مد کې د همکارۍ ختمولو غږ هم کړی دی.
د ورس نائب وزیراعظم دمتري روگوزېن ماسکو کې دا اعلان هم کړی چې خلا ته سیارې لیږلو لپاره به امریکې ته د روس راکټو استعمالولو اجازت نه ورکوي او خلا کې موجود انټرنیشنل سپیس سټیشن کې به د روس شرکت د څلورو کلونو لپاره بندوي.
روس کې دا وخت د جې پې ایس ١١ سټیشنې موجود دي چې د جون په وړمبۍ نیټه به وتړلی شي.
د نیو برنسویک یونیورسټۍ پروفیسر رچرډ بې لینگلي ترمخه دغه سیټشنې د سیارو نه سائنسي معلومات ترلاسه کوي. پروفیسر لینگلی وايي که چرې دغه سټیشنې بندې کړی شي نو په موټرو کې د جې پې ایس نظام یا د لار ښودنې نور امروزه کار به نه متاثره کیږي خو د جې پې ایس د لارې کیدونکې په سائنسي مطالعه به ډیر اثر وغورځیږي.
په مزکه د امریکې د جې پې ایس نظام په یو مرکزي کنټرول روم مشتمل دی چې خلا کې موجود د سیارو څارنه کوي او په خپل خپل مدار کې يي ساتي او د وخت غلطیانې يي صحیح کوي. دغه نظام کې یو هم د روس په خاوره نه دی موجود.
د روس د سیټلائټ نیویگیشن یا د رهنمائي نظام گلونیس هم د روس نه بهر مرکزونه لري او ماسکو خواهش لري چې په امریکا کې هم ځېنې مرکزونه قائم کړي. خو واشنگټن ددې اجازت نه ورکوي. نائب وزیراعظم روگوزین وویل که چرې امریکې سره په دې لړ کې د سپټمبر د وړمبۍ نیټې پورې معاهده لاس لیک نه کړی شوه نو روس کې د امریکې جې پې ایس سټیشنې به په مستقل توگه وتړلی شي.
پروفیسر لینگلی وايي دواړه هیوادونه دغه سټیشنې د سیارو د څارنې نه پرته د بل څه کار دپاره نشې استعمالولی.
پروفیسر لینگلی وايي فکر نه کوي چې دغه مرکزونه د جاسوسۍ دپاره استعمالیدی شي، ځکه چې ددوي ځایونه معلوم دي، دا زیاتره په سائنسي ادارو کې موجود دي او معلومات يي په عامه ډول ترلاسه کیدی شي.
پروفیسر لینگلی وايي د سیارو د نقل و حرکت د معلومولو مرکزونو بندیدو نقصان به په سائنسي توگه روس ته هم رسي ځکه چې روسي سائنسدانان هم د جې پې ایس او گلونیس د معلوماتو ته گټه پورته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG