لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس کې پوټن د گټې خلاف احتجاج


پوټن د ووټونو ورستو خپلو پلویانو ته وینا کوي
پوټن د ووټونو ورستو خپلو پلویانو ته وینا کوي

د روس وزیراعظم ولادي میر پوټن په صدارتي انتخاباتو کې د گټې خلاف د روس د اختلاف گوندونو د گل په ورځ ماسکو کې د احتجاج اعلان کړی دی.

حزب اختلاف وئیلي د اتوار په ورځ شوې صدارتي انتخابات د درغلیو نه ډک وو.

د ووټونو د څارنې غیر حکومتې ډلې گالوس وئیلي ووټونو کې د بې قانونیو د ٣٠٠٠ ؤ نه زیات رپورټونه يي ترلاسه کړې دي چې پکې داسې مثالونه هم شاملې دي چې په بسونو کې به ووټ اچونکې د یو پولینگ سټیشن نه بل پولنگ سټیشن ته د بیا بیا ووټ اچونې د پاره بوتللی کیدل.

خو د اتوار په ورځ د ووټو نود ترسره کیدو او د شمیرې ورستو چارواکو د ولادي میر پوټن د گټې اعلان وو کړو چې هغه ٦۴ فیصد ووټونه ترلاسه کړې دي. د هغه نزدې حریف او د کمیونسټ پارټۍ مشر گنیډي زوگنو ١٧ فیصد او درې نورو امیدوارانو د ١٠ فیصد نه کم ووټونه اخستې دي.

د ووټونو د فیصلې ورستو ولادي میر پوټن خپلو پلویانو ته وویل هغه د گټې اټکل وو او اوس دوې بریالي شوې دي. هغه وویل د هغه پلویانو د یو عظیم روس د پاره ووټونه اچولې دي.

خو د پوټن مخالف گنیډي زوگنو د انتخاباتو نتائج د تسلیمولو نه انکار کړی دی. هغه وئیلي انتخابات خو نه قانوني، نه منصفانه او نه شفاف وو.

پورپي مبصرینو هم وئیلي د صدراتي ووټونو توله د پوټن په حق کې وه. په خپل یو بیان کې ارگینازینش فار سکیورټي اینډ کواپریشن ان پورپ وئیلي انتخاباتو کې حقیقي مقابله په نظر نه ده راغلې او د ووټونو په مهال حکومتي وسائیل په داسې انداز کې استعمال کړی شوې وو چې د انتخاباتو گټونکي امیدوارکامیابي کله هم په شک کې نه وه.

خو په انتخاباتو کې د درغلۍ د الزاماتو پرتله، د روس ځنې گاونډې هیوادونو د پوټن د گټې هرکلی کړی دی. چین وئیلي امید دې چې د پوټن د صدر په حيثت د کامیابۍ ورستو به د دواړو هیوادونو تعلقات نور هم مظبوط کړی شي.

پوټن د کال ٢٠٠٠ نه تر د کال ٢٠٠٨ م پورې صدر پاتې شوی دی. په انتخاباتو کې د ورستۍ گټې په وخت پوټن د روس وزیراعظم وو.

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا په ورجینیا ایالت کې د هندواڼو هولي جشن ولمانځلی شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG