لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس او پرېګزن ډلې  راتلونکې به اوس څه وي؟ 


د روس د دفاع وزیر سرګی شینکو په اول ځل ښکاره شوی او په یو ه خپره شوې  وډیو کې ښودل کېږي چې هغه په یو نامعلومه ځای کې د روسي ځواکونو سره ویني
د روس د دفاع وزیر سرګی شینکو په اول ځل ښکاره شوی او په یو ه خپره شوې  وډیو کې ښودل کېږي چې هغه په یو نامعلومه ځای کې د روسي ځواکونو سره ویني

په روس کې د صدر ولادي میر پوټن خلاف د شخصي ملېشې وېګنر ډلې د بغاوت او د قلارۍ وروسته د روس د دفاع وزیر سرګی شینکو په اول ځل ښکاره شوی او په یو ه خپره شوې وډیو کې ښودل کېږي چې هغه په یو نامعلومه ځای کې د روسي ځواکونو سره ویني.

د نېټو سیکرټري جنرل ینز سټالټنبرګ خپله تبصره کې ویلي چې د پوټېن خلاف د پرېګزن بغاوت د روس اندروني ستونزه ده خو نوموړی وايي چې کرایمیه قبضه کول او د اوکراین په ضد جنګ د ماسکو یوه سټراټیجیکي غلطي وه.

امریکا ویلي د روس د پوځ په ضد د پرېګزن د وسلوالو بغاوت د صدر پوټېن په خلاف په تېرو شلو کلونو کې یو لوی درز دی، چې په اوکراین د تېرو شپاړسو میاشتو د جنګ په اړه پوښتنې راپورته کړی.

د امریکا خارجه وزیر اېنتني بلېنکن ای بي سي ټیلي ویژن ته د یوې مرکې په وخت ویلي چې د اوکراین په ضد جګړه د روس سټریټیجیکي تباهي او د پوټېن په ضد اقتصادي، پوځي او سیاسي علاقايي ناکامي ښايي.

بلېنکن زیاته کړه په روان صورتحال څه ویل به ګران وي خو د پوټېن په ضد د پرېګزن د مخصوص احتجاج لا څه حتمي نتیجه نه ده راغلې او کتلی به شي چې دوي چیرته ځي خو که هر خوا ځي نو اندازې پرې نشي ورکولی.

یو بل اعلا امریکايي سفارتکار ویلي چې ماسکو باندې د وېګنر ورتلل او بیا پشا کېدلاوس هم یو ګرځینده عکس دی چې نتیجه یې غېر یقیتي ده.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن

پوټن په خپلو خبرو کې پرېګزن ته د اوکراین په جنګ کې د اوږدې مودې اتحادي ویلی خو په مخالفت کولو یې ورته غدار هم ویلی، بیا هم یې پرې د بیلاروس د صړر په مداخلت د مقدمې نه کولو او بیلا روس ته د اوړبدلو اجازت ورکړی دی.

صدر پوټن اکرچې ویلي د وېګنر ډلې سره به د مختصر بغاوت وروسته بیا هم د اوکراین د جګړې لپاره لوظنامه کوي خو د امریکا خارجه وزیر وايي د پرېګزن لخوا د بغاوت ختمولو نه وړاندې روسي پوځیان د پرېګزن په ملېشې پسې ورغلی وو، نو دا چې کوم وسلوال په ماسکو ورغلي وو د هغوي به څه کېږي.

د بلېنکن نه چې کله پوښتنه وشوه چې برېګزن ته عامه معافي خو ورکړی شوه خو بیلا روس ته د هغه د تګ وروسته به اوس څه جوړېږي - خارجه وزیر وویل بیخي پرې نه پوهېږي.

د امریکا دپوځ پخواني جرنیل ډیوډ پېټریاس سي اېن اېن ټیلي ویژن ته د تبصرې په وخت ویلي چې د اوکراین په جګړه یې څه اثر نه ویني خو د پرېګزن په احتجاج صدر پوټین په تېرو دوه لسیزو کې زیات کمزوری ښکاري.

د اېنتني بلېنکن په رنګه ډیوډ پیټریاس هم وايي چې د صدر پوټېن او پرېګزن یو بل ته زور وښودو خو اوس هم ډېرې خبرې پاتې دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG