لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس په شپږڅلوېښت ډرون بريدونو اوکرين په نخښه کړی


د اوکرين پوځي چارواکو ويلي روس تېره شپه په وار وار په اوکرين شپږڅلوېښت ډرون بريدونه کړي.
د اوکرين پوځي چارواکو ويلي روس تېره شپه په وار وار په اوکرين شپږڅلوېښت ډرون بريدونه کړي.

وي او ای

د اوکرين پوځي چارواکو ويلي روس تېره شپه په وار وار په اوکرين شپږڅلوېښت ډرون بريدونه کړي.

اوکريني هوايي ځواک د شورو، چهارشنبې په ورځ ويلي ځواک يې په ورغلو ډرونز کې دوه دېرش راغوزولي او پاتې توانېدلي چې د دوی وړاندينۍ ليکې په نخښه کړي او زياتره بريدونه په خېرسون سيمه کې شوي.

د اوکرين د خارجه چارو وزير ايهور کليمېنکو هم د روس د نهې،سې شنبې د ورځې شېلېنګ رپورټ کړی چې په خېرسون کې يې د اورګاډي سټيشن په نخښه کړی چرته چې خلک د سيمې نه د وتلو د پاره د اورګاډي په انتظار وو.

کليمېنکو ويلي په شېلېنګ کې يو پوليس چارواکی وژل شوی او څلور تنه پکې ژوبل شوي. دا تازه بريدونه د اوکرين په کريميا کې د هغه بريدونو وروستو شوي چې د روس يو سمندري جهاز پکې ويشتلی شوی.

د اوکرين هوايي ځواک ويلي د روس نووچرکاسک نومې سمندري جنګي جهاز يې په کروز ميزايل ويشتلی او تباه کړی يې دی.

د اوکرين د هوايي ځواکونو د کمانډ وياند يوري اېهناک وي او ای ته ويلي اوکريني پوځ ته د جهاز او د مال بردارۍ معلوات ترلاسه وو او دا هم ورته معلومه وه چې روسي ځواکونه د دغې سيمې ساتنه کوي.

اېهناک د بريد په حواله وايي “دا يو ډېر ګران اپرېشن و ځکه داسې جهاز ډوبول اسان کار نه دی”.

هغه ويلي د اوکرين پوځ د رسا ويشتلو په عمل کې په ښه کېدو دی او دا چې روس “په ورو ورو په تور سمندر کې د خپلې سمندري بېړۍ او د دې اثر په بايللو دی”.

اېهنات وايي دا نه ده تايد شوې چې نووچرکاسک بېړۍ د ايران جوړ کړي ډرونز وړل که نه خو دا امکان کېدلی هم شي. د دې ترڅنګ دا هم نه شي تايدولی چې ياد جهاز هغه وسله وړله چې په اوکرين کې د استعمال د پاره روس د خپلو پلويانو نه ترلاسه کړې.

د روس د دفاع وزارت ويلي د اوکرين په بريد کې په فيدوسيا کې لنګرانداز نووچرکاسک جهاز ته زيان رسېدلی.

په کريميا کې د روس لخوا ټاکل شوي ګورنر سرګي اکسيونوف په ټيليګرام ويلي په بريد کې يو تن وژل شوی او دوه تنه پکې ټپيان شوي.

د اوکرين د بحري ځواک کمانډر وايس ايډمېرل اولېکسي نيژپاپا وي او ای ته ويلي د نهې د ورځې بريد به په تور سمندر کې د روسي بېړۍ په شتون اغېزې ولري.

هغه وايي “اوس په تور سمندر کې سمندري بېړۍ ته ښکاره ده چې په فيودوسيا کې دوی د اوکريني وسلوالو ځواکونو د بريدونو هدف دي چې پکې دا مرکزي نقطه هم راځي”.

ميروسلاوا ګونګاډزې او اېهار سېخانېنکا په دې رپورټ کې مرسته کړې او څه برخه يې د ای پي، ای اېف پي او رايټرز خبري ادارو لخوا راغلې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG