لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین په دونباس سیمه کې روسي ځواکونو درنه بمباري کړې


په اوکراین کې د جګړې په اړه د برطانيي د روزانه استخباراتي رپورټ کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وېل شوي چې د اوکراین په دونباس سیمه کې روسي ځواکونو درنه بمباري کړې ده خو روسي قواو کم پرمختګ دی کړی
په اوکراین کې د جګړې په اړه د برطانيي د روزانه استخباراتي رپورټ کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وېل شوي چې د اوکراین په دونباس سیمه کې روسي ځواکونو درنه بمباري کړې ده خو روسي قواو کم پرمختګ دی کړی

د اوکراین په دونباس سیمه کې روسي ځواکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ درنه بمباري کړې او د اوکراین صدر ودلادومیر زېلېنسکي ویلي هغه توپخانه چې مغربي اتحادیانو اوکراین ته ورکړې ده په طاقتوره ډول يې کار شروع کړی او د روسي ځواکونو په وار خطا کولو کې مرسته کوي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ وډیو دلارې قام ته خپله وېنا کې زېلېنسکي وویل د مغربي ملکونو توپخانه په کره ډول هدف وېشتلی شي.

هغه زیاته کړه چې د اوکراین دفاع کوونکو هغه ځایونو ته د پام وړ نقصان رسولی دی چې د "قابضینو" دپاره اهمیت لري او د روسي پوځ د حملې صلاحیت یې تر ډیر حد پورې کم کړی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، په داسې حال کې چې روسي ځواکونه د اوکراین په مشرقي دونباس سیمه کې پرمختګ کوي صدر زېلېنسکي دا ژمنه وکړه چې هغه سیمې به بېرته اخلي چې روس نیولي دي.

په عین حال کې په اوکراین کې د جګړې په اړه د برطانيي د روزانه استخباراتي رپورټ کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وېل شوي چې د اوکراین په دونباس سیمه کې روسي ځواکونو درنه بمباري کړې ده خو روسي قواو کم پرمختګ دی کړی.

د برطانيي استخباراتي رپورټ دا هم وايي چې په اوکراین کې پوځي عملیاتو دپاره مالي وسایل پېدا کولو دپاره روس په ځینو اقتصادي ګامونو کار کوي خو په دې اړه یې څه رسمي اعلان نه دی کړی.

قام ته خپله وېنا کې د اوکراین صدر وویل ځواکونه یې د هېواد د جنوب او د خار کییف سیمې د دفاع دپاره جنګېږي او هلته سخته جګړه دوام لري. "قابضین دې دا فکر نه کوي چې په ځمکه به د دوی وخت د اوږدې مودي دپاره دی او د دوی د توپخانې برتري دایمي ده."

اوکرایني چارواکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د دونېڅک صوبې، چې د دونباس سیمې برخه ده، باقي پاتې اوسېدوونکو ته وویل چې محفوظ ځایونو ته دې منتقل شي.

ځايي خلکو ته دغه هدایات په داسې مهال ورکړی شو چې روسي ځواکونو په سیمه کې تازه حملې شروع کړي دي.

د سيمې اوکرایني پوځي کمانډر پاولو کېرلېنکو د هېواد مطبوعاتو ته وویل چې روسي ځواکونو ملکي خلکو دپاره سیمه یو خطرناک ځای جوړ کړی دی او ملکي خلک دې ووځي ځکه چې د دې دلارې د خلکو ژوندنه بچ کېدلی شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د دونباس صوبې د نیمايي نه زیاته برخه روس نیولې ده. څو ورځې وړاندې روس اعلان کړی چې د لوهانسک صوبه یې په مکمله توګه نیولې ده.

د روس صدر ودېمېر پوتین ویلي په اوکراین د یرغل یو لوی مقصد د دونباس سیمه په مکمله توګه نیول دي. په سیمه کې روسي ژبه ویوونکي اکثریت لري.

یادونه: د دې رپورټ ځینې معلومات د ای پي، اېف پي او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG