لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسي ځواکونه د یوکرېن سېوېروډونیسک ښار مرکز د نیولو کوښښونه کوي


یو مقامي ګورنر سرهای هایدي پرون په ټېليګرام ویلي د روس پوځون تر 70% پورې د سیوروډونیسک علاقه نیولي د ه او په کوم پلانټ چې بمباري شوي د یوکرېن پوځونه هلته نه ملکي د خلکو د ویستلو کوششونه کوي
یو مقامي ګورنر سرهای هایدي پرون په ټېليګرام ویلي د روس پوځون تر 70% پورې د سیوروډونیسک علاقه نیولي د ه او په کوم پلانټ چې بمباري شوي د یوکرېن پوځونه هلته نه ملکي د خلکو د ویستلو کوششونه کوي

د یوکرېن چارواکي وايي روسي پوځونو سېوېروډونیسک ته تلونکې اخري پل هم تباه کړی دی او دا ډول په ښار کې پاتې د ملکي خلکو د وتلو لار لمېنځه تللې ده.

د یوکرېن د پوځ ترمخه، روسي پوځونه د ښار په منځ کې د ځان مضبوطولو کوشش کوي.

د سیوروډونیسک ښاروال اولکسانډر سټرایوک وايی، د روسي پوځونو د حملې باوجود د یوکرېن پوځ خپل ځای ندی پرېښودی.

د یوکرېن د یو چارواکي ترمخه د سیوروډونیسک ښار وسط ته د رسېدو دپاره د کوښښونو ترڅنګ روسي پوځونو په یو

کیمیايي پلانټ هم بمباري جاري ساتلي. چې د ښاروال ترمخه هلته په سوونو عامو خلکو او پوځیانو پناه اخستي.

یو مقامي ګورنر سرهای هایدي پرون په ټېليګرام ویلي د روس پوځون تر 70% پورې د سیوروډونیسک علاقه نیولي د ه او په کوم پلانټ چې بمباري شوي د یوکرېن پوځونه هلته نه ملکي د خلکو د ویستلو کوششونه کوي.

بلخوا د یوکرېن صدر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، د ډونباس دپاره جګړه به د یورپ په تاریخ کې ترټولو خونړۍ جګړی په توګه یادېږي.

زیلنسکي تېره شپه په یوه وینا کې ویلي، ،،زمونږ دپاره د دې جګړې قیمت ډېر زیات او ډېر یرونکی دی. او مونږ بیا بیا د خپلو ملګرو پام دی ته راهوړو چې یوازي د یوکرېن دپاره کافي جديده وسله او مونږ ته ګټه کولی شي. او په ډونباس کې د روی بدمعاشي ختمولی شي،،.

د زیلنسکي صلاحکار مایکېلا پودلیاک هم د شورو چهارشنبې په ورځ وویل چې د نېټو په هیډکوارټر کې د امریکا په مشرۍ کې د یوکرېن دپاره د رابطې ډلې غړي راغونډېږي نو یوکرېن به د نور پوځي امداد د فېصلې انتظار کوي.

په خپل ټویټر هغه لیکلي دغه جنګ ختمولو دپاره مونږ ته د درنې وسلې ضرورت دی. او ورسره هغه د وسلې نومونه او تعداد هم ورکړی.

د امریکا دفاع وزیر لایډ اسټن د نېټو په هېډکوارټرز کې د یوکرېن دپاره د رابطه ډلې غونډه راغوښتې.

د مۍ د خبرو اترو ورستو اسټن ویلي وو، چې دا ډله ،، زمونږ هڅې ګړندۍ کوي،، او د یوکرېن سره د همکارۍ د ژورولو دپاره کار کوي ،،تر څو یوکرېن د جګړي په لړ کې خپل عملیات جاري او پیاوړي کړي،،.

روس دعوه کوي دوی د وړاندې نه د لوهانسک ولایت 97% علاقه په کنټرول کې اخستي چرته چې سېوروډونیسک پروت دی.

خو د سیوروډونیسک صنعتي ښار نیول چې د جګړې نه وړاندې يې ابادي خواو شا یو لک وا د مشرقي ډونباس سیمې د کنټرول دپاره د ماسکو د پراخه هدف دپاره ډیر اهم دي.

ډونباس کې د لوهانسک او د ډونیتسک صوبې شاملي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG