لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 روسیې پولېنډ او بلغاریه ته د ګېس رسد بند کړو


د پولېنډ او بلغاریه مامورینو د روسيې ګام د معاهدې خلاف ورزي وبلله
د پولېنډ او بلغاریه مامورینو د روسيې ګام د معاهدې خلاف ورزي وبلله

په داسې حال کې چې امریکې او اتحادي هېوادونو اوکراین سره د مرسته او په روسيې د فشار زیاتولو ژمنې کړي، د روسیه ګازپروم نومې کمپنۍ د شورو، چهارشنبې، په ورځ پولېنډ او بلغاریه ته د قدرتي ګېس رسد وتړلو چې په اوکراین د روسیې د یرغل سره تړلي د اقتصادي جنګ ورستی ګام ګڼل کېږي.

یورپي هېوادونه چې زیاتره د روس د قدرتي ګېس رسد ته ضرورت لري، روسيې ترې غوښتلي چې د ګېس قیمت دې د روس په کرنسۍ روبل کې ادا کوي.

ګازپروم وویل پولېنډ او بلغاریه په روبل کې د ګېس ادایګي نه ده کړې نو ځکه ورته رسد وتړل شو.

د پولېنډ او بلغاریه مامورینو د روسيې ګام د معاهدې خلاف ورزي وبلله.

امریکې او اتحادیانو یې د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې د اوکراین ځواکونو سره به مرسته او په روسیې به اقتصادي فشار نور زیاتوي.

او ملګرو ملتونو ویلي د روسیې صدر ولادیمیر پوتین راضي شوي چې د اوکراین ماریوپل ښار نه د ملکي کسانو په راویستلو کې مرستې دپاره نړيوالو امدادي ادارو ته هلته د تګ اجازت ورکړي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټي بلېنکن د کانګرس د ایوان نمایندګانو د خارجه چارو کمېټۍ ته وویل چې وړاندې اوکراین ته پوځي ساز او سامان په لېږلو کې به هفتې لګېږي خو دا کار په دریو ورځو کې ترسره کېږي.

بلېنکن وویل د تېرې هفتې په اخیره کې د اوکراین صدر ولادومیر زیلینسکي سره د امریکې د دفاع وزیر لوایډ اسټېن د ملاقات وروسته دواړه ملکونه په دې متفق دي چې اوکراین کوم ډول مرستې ته ضرورت لري او امریکا ورته څه ورکولی شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په د روسیې په ګېس د انحصار کمولو دپاره یو شمېر یورپي ملکونو ګامونه پورته کړي دي، د نورو سرچینو نه خپل ضرورتونه پوره کوي او د بیا نوي کېدونکي توانايي استعمالوي.

د يورپين کمېشن صدری اورسوله وان ډر لېین د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د ګازپروم اعلان د یورپي ملکونو د بلېک مېل کولو دپاره د روس بل اقدام دی.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG