لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎ د غربي ملکونو د انديښنو تر څنګ روسي او ترکي مشرانو بيا ملاقات کړی 


دا وروستنی ملاقات په استانه کې په هغه کانفرنس کې شوی چې د ايشيا د رابطو او اعتماد جوړولو په اړه راجوړ شوی
دا وروستنی ملاقات په استانه کې په هغه کانفرنس کې شوی چې د ايشيا د رابطو او اعتماد جوړولو په اړه راجوړ شوی

د ترکي ولسمشر طيب اردوان د روس د ولسمشر ويلاډيمير پوټين سره د زيارت/پانچشنبې په ورځ په څلورم ځل ليدلي چې دې دومدارو ملاقاتونو د ترکي په غربي ملګرو کې انديښنې خورې کړي. دا په څلورو مياشتو کې څلورم ملاقات دی چې ګڼل کيږي ترکي د روس خلاف بندېزونه بې اثره کوي.

دا وروستنی ملاقات په استانه کې په هغه کانفرنس کې شوی چې د ايشيا د رابطو او اعتماد جوړولو په اړه راجوړ شوی.

د ملاقات نه وروستو اردوان خبريالانو ته وويل هغه غواړي د اوکرين نه غله نړيوالو منډيو ته د رسولو لاره هواره کړي کوم چې روسي سمندري ځواکونو ايساره کړې ده.

اردوان وويل د استنبول لوځنامې سره سم ترکي چمتو دی چې دغه غله او ورسره د روس غله او سره/خاوره د ترکي د لارې کم ترقي يافته هېوادونو ته د رسولو عمل قوي کړي.

انقره په دې لړ کې د ملګرو ملتونو مرسته کړې د اوکرين او روس تر منځ د غلې د رسد د لوځنامې کولو کوربتوب وکړي چې د استنبول لوځنامې په نوم ياده شوې.

پوټين د لوځنامې په نه عملي کېدو نيوکې کړي او ويلي يې دي ضروتمند هېوادونه د لوځنامې ګټه نشي اخستلی.

بلخوا د برتانيا د دفاع وزارت ويلي يو اجرتي ډله د روس د پاره په اوکرين کې جنګېږي او ياد وزارت په خپله ټوېټر پاڼه د استخباراتي معلوماتو په بنياد په اوکرين د روسي يرغل په اړه ليکلي روسي ځواکونو په تېرو دريو ورځو کې د ډونېټسک په بخموت سيمه کې مهم پرمختګ کړی.

د استخباراتي معلوماتو تر مخه د روس پلوه مليشا چې د دويم ارمي کور په نوم ياديږي په لوهانسک سيمه کې خوا و شا کلو او د ښار سويلي برخو ته غځېدلې چرته چې روسي پوځي ځواکونو د جولاي نه راپه دېخوا هيڅ پرمختګ نه دی کړی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبرنګار ډورین جونز د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG