لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

​ د روس په صدارتي انتخاب کې ووټونه شروع شول او یقیني ده چې صدر پوټن به يې وګټي



کرېملین یا د روس حکومت وویل پوټن خپل ووټ په انلاین بڼه ورکړو
کرېملین یا د روس حکومت وویل پوټن خپل ووټ په انلاین بڼه ورکړو

د روس په صدارتي انتخاب کې د جمعې په ورځ ووټونه شروع شول چې درې ورځې به جاري وي او یقیني ده چې موجود صدر ولادېمېر پوټن به د نورو شپږو کلونو دپاره بیا منتخت کړی شي ځکه چې په مخالفت کې یې څوک مضبوط امیدوار نشته.

په ځینو ځایونو کې په پولنېګ سټېشنونو کې د اړي ګړي پېښې هم وشوې او ځینو کسانو د ووټونو په صندوقونو کې شین رنګ واچولو، چې په ظاهره هغه واقعې ته اشاره وه چې په کې په کال 2017 کې د پوټن مخالف سیاسي رهنما الېکسي نوالني په مخ یو حمله کوونکي د چراثیمو ضد د شین رنګ دوا شېندلې وه.

په صدارتي انتخاب کې به ووټونه په ټول روس او روس په غېرقانوني توګه نیولي سیمو یوکرېن او په انلاین بڼه د اتوار، یکشنبې، د ورځ پورې دوام لري. روس لوی ملک دی او یولس سېمي لري چې وختونه یې بدل بدل دي.

کرېملین یا د روس حکومت وویل پوټن خپل ووټ په انلاین بڼه ورکړو.

د روس صدارتي انتخاب په داسې کې کېږي چې ازادو مطبوعاتو او د انساني حقونو ډلو خلاف ګامونه اخیستل شوي او په نتیجه کې يې د سیاسي نظام واک اختیار د پوټن لاسو ته ورغلی دی.

دا انتخاب په داسې وخت کې هم کېږي چې په یوکرېن کې د روس جنګ دریم کال شروع شوی دی. روس د جنګ په مېدان برتري لري او ور ور پرمختګ کوي. بلخوا، یوکرېن د روس دننه د ډرون حملې کوي او په تور سمندر کې یې د روس جنګي بېړه په دفاع مجبوره کړې ده.

د یوکرېن د سرحد سره نږدې د روس په سیمو کې په بمبارۍ کې د اضافې رپورټونه مخې ته راغلي چې په اړه يط پوټن د جمعې په ورځ وویل د بمبارۍ مقصد مقامي اوسېدونکي ویرول او صدارتي انتخاب ګډوډول دي.

پوټن د امنیت په اړه شورا یا سېکیورټي کاونسل ته وویل د یوکرېن دغه حملې نه مخې او نه به اینده د سزا نه بچ شي.

د روس د سېنټرل الېکشن کمېشن ترمخه، د جمعې په شپه د ووټونو وخت تر ختمېدو پورې د هېواد د رجسټر شویو ووټرانو په دریو کې یوه برخه ووټرانو رای ورکړې وې.

په ووټونو کې د شک یا دا څه خبره نشته چې څوک به يې ګټي.

یو اوویا کلن پوټن د صدارت د پينځمې دورې امیدوار دی او په حقیقت کې یې څوک مخالف نشته. د هغه مخالفین یا خو جلاوطن او یا په زندان کې دي.

د پوټن د ټولو نه زیات مخالف سیاسي رهنما نوالني تېره میاشت په زندان کې مړ شو.

د صدارتي انتخاب په بېلېټ د دریو نورو امیدوارانو نومونه هم دي خو دا علامتي امیدواران ګڼل کېږي چې د کرېملېن د تګلارو حمایت کوي.

مبصرین ډیره توقع نه لري چې د روس صدارتي انتخاب به ازاد او منصفانه وي. څېړونکي وايي د انتخابات ټول عمل د کرېملېن یا د روس حکومت په لاسو کې وي او په خپله خوښه يې په وړاندې بوځي.

یوکرېن او مغربي ملکو د روس غندنه کړې چې صدارتي انتخاب په د یوکرېن په هغو سیمو کې هم کوي چې روسي ځواکونو قبضه کړي دي.

د روس منتشر حزب اختلاف غړي چې د پوټن او په یوکرېن کې د جنګ نه ناخوښه دي په پلویانو یې غږ کړی چې د اتوار، یکشنبې، په ورځ چې د ووټونو اخېرۍ ورځ ده، د احتجاج دپاره راووځي. د مرګ نه مخکې نوالني هم د دغې تګلارې حمایت کړی و.

د نوالني ښځې یولیا نوالني وویل پکار ده چې مخالفین یوځای شي او پوټن ته وښښي چې دوی په لویه شمېره کې موجود دي اود پوټن مخالفت کوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG