لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حملې ورستو د سلمان رشدي د ېوې سترګې نظر او یو لاس کار نکوي


دوتلی مصنف سلمان رشدي د یوې سترګې بینايي ختمه شوې او یو لاس یې کار پرېښودی دی.

د کتاب “دي سیتانک ورسېز” یا شیطاني ایتونو لیکونکي 73 کلن مصنف سلمان رشدي ایجنټ اینډریووایلي پخلی کړی دی چې رشدي د اګست په میاشت کې په یوه حمله کې ژوبل شوی ؤ او په هسپتال کې درملنه روانه وه. وس یې د سترګې نظر ضایع شو او لاس یې کار پرېښودلی دی.

رائټرز خبري اداره وايي چې انډریو، یو اخبار “ایل پایئس” ته ویلي چې په اګست کې په حمله کې د رشدي سترګه د چاقو په ګذار ولګیده، په څټ یې درې زخمونه راغلل، په پاتې وجود یې ټول پینځلس زخمونه وو.

اڼدریو دا ندي ویلي چې رشدي وس په هسپتال کې داخل دی کنه؟

د اګست په میاشت کې د امرېکې په نیو جرسي کې سلمان رشدي په یوه ادبي غونډه کې وینا کوله چې یو څلوروېشت کلن تن هادي مطر ورباندې په سټېج د پاسه د چاقو ګذارونه وکړل.

ککړ تن دا وخت د نیو یارک په زندان کې دی. خو هغه خپل جرم نه مني.

رشدي په هند کې زېږېدلی ؤ، بیا یې د برتانیه او امریکه شهریتونه واخستل.

هغه په 1988 کې دي سیتانک ورسېز کتاب ولیکلو، د ځیني مسلمانانو په آند په دې کتاب کې د مذهب اسلام سپکاوی شوی دی.

د کتاب ورستو د ایران سپریم لیډر ایت الله روح الله خمیني د رشدي د مرګ فتوا ورکړه.

خو په رشدي د حملې ورستو د ایران چارواکو وویل په دې کې دويي لاس نلري.

رشدي ددغه فتوې ورستو تر نزدې نهه کاله پټ ؤ.

هغه به په امریکه کې هم محتاط وسیدلو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG