لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زمونږ خلک په افغانستان کې جنګیږي: مولانا سمیع الحق


په پاکستان کې د مذهبي سياسي ګوندونو جوړ اتحاد دفاع پاکستان کونسل ډلې مشر مولانا سميع الحق ويلي د پاکستان پوځ دې دحقاني شبکې په ضد کوم اقدام ونکړي.

په اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ښاغلي حق ویلي دوي سره تړلې ډلې په افغانستان کې د امریکایانو پرضد په جګړه کې بوخت دي.

مولانا سميع الحق دغه مطبوعاتي کانفرنس د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ د وینا وروستو کړی. د دفاع پاکستان کونسل د چترۍ لاندۍ نژدې څلویښت تندروه مذهبي ډلې فعاله دي. په دوي کې ځنې د امریکا او پاکستان حکومتونو غیر قانوني هم ګرځولې دي.

امريکا او افغانستان په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره يې د افغان طالبانو ډلې حقانی شبکې ته خوندي ځالې ورکړي او د دغه هېواد استخبارات په افغانستان کې دعملياتو په لړ کې د حقاني شبکې مرستې کوي. امريکې په کال ۲۰۱۲م کې حقاني شبکه بهرنۍ ترهګره ډله ګرځولې ده.

اسلام اباد دغه تورونه ردوي، او وايي په ملک کې يې د کال ۲۰۱۴م نه وروستو پېل کړو پوځي عملياتو کې د ټولو ترهګرو ډلو په ضد يو رنګ بې د څه توپيره عمليات کړي دي.

د مولانا سميع الحق سره جهادي مشر فضل الرحمان خليل او د پخواني پوځي امر ضياالحق ځوی اعجازالحق هم ملګری دی هغه د صدر ټرمپ د بيان په غبرګون کې د پوځ د بيان سره اتفاق نه لري.

هغه ويلي دا ممکنه نه ده چې پاکستان د حقاني ډلې په ضد کوم ګام پورته کړي، هغه ويلي امريکا په سيمه کې امن نه غواړي.

د مذهبي ډلې جمیعت علما اسلام (س) مشر مولانا سميع الحق چې د دفاع پاکستان کونسل مشري هم ورسره ده د خېبرپښتونخوا په اکوړي سيمه کې خپله ديني مدرسه لري، په دغه مدرسه کې د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په ګډون په سلګونو افغان طالبانو سبقونه ويلي او هم له دې کبله سميع الحق ته د طالبانو روحاني پلار ويل کيږي.

دفاع پاکستان کونسل نومې ډله په کال ۲۰۱۱ کې وروستو له هغې جوړه شوې چې کله د افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ په سلاله چيک پوسته امریکايي الوتکي بمباري وکړه او ۲۴ پاکستاني عسکر پکې وژل وو.

دفاع پاکستان کونسل کې د جمعيت علماېې اسلام، اهل سنت و الجماعت او جماعت اسلامی ګوندونو سره جماعت الدعوه ډله هم شامله ده.

پاکستان د سلالې د پېښې په غبرګون کې افغانستان کې د امريکا او نېټو ځواکونو ته د تېلو او نورو سامانونو رسد بند کړی ؤ. دفاع پاکستان کونسل د نېټو د لارې د بندېز په حق کې او بيا د سپلایۍ بحالولو په ضد مظاهرې کولې.

سميع الحق د چهارشنبې په ورځ خپل پرېس کانفرنس کې په خلکو د جهاد غږ کړی او ويلي يې دي مونږ په افغانستان کې د امريکايانو په ضد جنګېږو.

د دفاع پاکستان کونسل مشر سميع الحق په کال ۲۰۱۳کې پاکستاني طالبانو ته د تحفظ ورکولو غوښتنه هم کړې وه او ويل يې چې طالبانو سره دې مذاکرات وشي. نوموړي د تحريک طالبان پاکستان په ضد د پوځي عملياتو پېل کولو په ضد سخت غبرګون ښکاره کړی او ويلي يې ؤ که دغسې وشو په ټول ملک کې به اور ولګي.

سميع الحق د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو غوښتههم کړې وه خو د طالبانو لخوا پرله پسې د بريدونو روان او د پاکستاني ځواکونو د ځوابي عملياتو په ترڅ کې نوموړي د کال ۲۰۱۴م په جنورۍ کې ځان د دغه عمل څخه جدا کړی ؤ.

دفاع پاکستان کونسل د پاکستان د حکومت لخوا د هند خوښ هېواد ګرځولو په ضد هم سخت غبرګون ښکاره کړی ؤ.

په وروستيو کې د سميع الحق سره په پاکستان کې افغان سفيرحضرت عمر زاخېلوال هم ليدلي، او له دې وړاندې هم داسې خبرونه راغلي چې نوموړی د افغان سولې په لړ کې رول ترسره کولی شي خو په ظاهره د هغې کومې نتيجې مخې ته نه دي راغلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG