لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کارپوهان: په روس لګيدلي اقتصادي بندېزونو په منځنۍ ايشيا کې د ماسکو اثر کم کړی


د پيټزبرګ پوهنتون د سنټر فار ګورننس اينډ مارکېټېنګ مشره جينېفر برېک مورتازاشوېلې وايي روس د اوږدو نه په خصوصي توګه د سيمې په پينځو هېوادونو ډېر اثر لري

د سيمه ايزو چارو کارپوهان وايي د منځنۍ ايشيا په پخواني شوروي اتحادي رياستونو کې د روس اثر رسوخ کميږي ځکه يو خوا د اوکرين جګړه اوږده شوه او بل خوا يې اقتصاد د بندېزونو د لاسه اغېزمن شوی چې امريکا او پلويانو يې پرې لګولي.

د پيټزبرګ پوهنتون د سنټر فار ګورننس اينډ مارکېټېنګ مشره جينېفر برېک مورتازاشوېلې وايي روس د اوږدو نه په خصوصي توګه د سيمې په پينځو هېوادونو ډېر اثر لري ځکه د ازبکستان، قازقستان، کيرغيستان، ترکمنستان او تاجکستان مزدورکاره خلک په روس کې روزګار کوي او د هغلته نه بيرته کورنيو ته پيسې ليږي.

د ولډ بينک د مارچ مياشتې د شمارو تر مخه په ډېرو برخو کې د روس نه بيرته لېږل شوې پيسې د يادو هېوادونو د برامداتو او خدماتو سره په تله کېدلی شي او په ځينې برخو کې ترې دا پيسې ډېرې هم دي.

مورتازاشوېلې وايي “پخوا به د منځنۍ ايشيا هېوادونه د روس نه يرېدل ځکه چې دوی پوهېدل د ماسکو سره د خفګان په ترڅ کې يې اقتصادي حالت اغېزمن کېدلی شي خو ولې اوس دا توازن د اوکرين د جګړې سره بدل شوی دی ځکه دا هېوادونه اوس پوهيږي روس د منځنۍ ايشيا خواري کښو ته سخته اړتيا لري”.

هغه وايي دا هېوادونه پوهيږي څنګه دوی خپل ارزښت کارولی شي او دا اوس ليدل کيږي چې يوه مظبوطه او ازاده منځنۍ ايشيا مخ ته راځي چې د کومو غټو طاقتونو سره ودريږي.

مورتازاشوېلې وايي د روس په کمزوري کېدو چين ته لاره خلاصه شوې چې په سيمه کې غټ لاس ولري خو ولې دا هغې هېوادونو ته هم لاره پرانيزي چې غواړي دغلته کاروبار وکړي.

د ازبکستان حکومتي چارواکي وايي د نهې لا سه شنبې په ورځ چې په اوکرين د روس د يرغل درې مياشتې پوره شوې چين ازبکستان ته د 37.5 ميلين ډالرو وړيا امداد اعلان کړو چې د ټولنې په اړينو برخو کې ولګول شي.

يوه ورځ وړاندې د امريکا د سويلي او منځنۍ ايشيا د چارو د پاره معاون وزير ډونلډ لو د امريکايي پلاوي په مشرۍ د کيرغيستان، ازبکستان، تاجکستان او قازقستان پينځ ورځنۍ دوره پيل کړې ده.

د امريکا د خارجه چارو د وزارت تر مخه د دورې مقصد د امريکا په سيمه کې د تعلقاتو د نورو مظبوطولو او د يوې نورې قوي او سوکاله منځنۍ ايشيا د پاره يو ګام دی.

د سنګاپور د ايس راجرتنم سکول اف انټرنيشنل سټډيز څېړونکی رافيلو پيټوشي وايي دا ممکن ده چې د روس اثر رسوخ کم شي خو بيا به په سيمه کې يو مهم لوبغاړی وي.

هغه وي او ای ته وويل “د منځۍ ايشيا مشران تل د روس په حقله انديښمن او شکمن پاتې شوي خو اوس به دا نور زياتيږي. د دوی فطرې روابط دي او دا به بېخي ختم نه شي خو دا ښکاره ده چې سيمه ايز حکومتونه د ولاډمير پوټين په کړنو پسې روان دي”.

XS
SM
MD
LG