لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جمال خاشقجي د مړي نه نه یو خبر: سعودي عربستان


سعودي عربستان په لومړي ځل منلي د خبریال جمال خاشقجي وژنه یوه خطا (غلطي) وه او دا چې سعودي عرب د دې نه دی خبر چې د هغه مړی چرته دی.

د اتوار په ورځ د امریکا فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې د سعودي عرب خارجه وزیرعادل الجبیر ویلي ٫٫ په دغه عملیاتو کې برخه اخېستونکو د خپلو اختیاراتو او ذمه وارو نه وړاندې تللي، د جمال خاشقجيپه وژنه دغه کسانو غلطي کړې.٬٬

عادل الجبیر د دا خبره هم رد کړې چې ګنې د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې د عملیاتو نه خبر وو. نوموړي زیاته کړې د خاشقجي د وژنې په عملیاتو کې لاس لرونکي کسان د ولي عهد نژدې تنان نه وو.

د سعودي عرب خارجه وزیر وړاندې ویلي د سعودي عربستان د استخباراتو ستر مشران هم د دغې عملیاتو نه وو خبر. د عدیل الجبیر دغه خبرې په لومړي ځل د سعودي عربستان د یو ستر چارواکي لخوا د خاشقجي په وژنه ښکاره خبرې دي.

یوه ورځ وړاندې (خالي/ شنبې) په ریاض کې چارواکو اعلان کړی وو د سعودي خبریال د وژنې په سر يې ۱۸ تنه نیولي او پېنځه لوړ پوړي چارواکي يې د خپلو چوکیو لري کړي.

د سعودي عربستان خارجه وزیر په دغه مرکه کې زیاته کړې هیواد يې د خاشقجي د مړي نه دی خبر او نه هم سعودي چارواکو داسې څه غږیز (اډیو) اوریدلی د کومې چې ترکي چارواکي دعوه کوي.

ترکي چارواکو دعوه کړې وه دوي سره داسې اډیو شته چې پکې په جمال خاشقجي لومړی تشدد کیږي، بیا وژل او بیا د هغه د وژود ټوټې ټوټې کیدل اوریدل کیدی شي.

د عادل الجبیر د دغه خبرو وړاندې د ترکي صدر رجب طیب اردوان هم د اتوار په ورځ ویلي ډیر زر به د ترکي د حکومت لخوا د خاشقجي د وژنې شوو پلټنو معلومات خپاره کوي.

د ترکي دغه ګام د سعودي چارواکو لخوا شوو دعوو اپوټه کیدلی شي.

د ترکي صدر ویلي د نهې یا سهشنبې په ورځ به د حکومتي ګوند په غونډه کې دغه هر څه په پړاونو کې ښکار کوي.

هم د اتوار یا یکشنبې په ورځ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ واشنګټن پوسټ اخبار ته ویلي سعودي عربستان د لسیزو راهسې د ا مریکا باوري ملګری دی او امکان دی د سعودي عرب وليعهد د خبریال د وژنې امر نه وي ورکړی.

نوموړي ویلي ٫٫ تراوسه ما ته چا دا نه دي ویلي چې محمد بن سلمان په دغه وژنه کې لاس لري. او نه چا دا ویلي د هغه پکې لاس نشته. مونږ لا دغه نتیجې ته نه یو رسیدلي. ځه به خوشحاله یم چې په دغې وژنه کې د محمد بن سلمان لاس نه وي.٬٬

جمال خاشقجي د سعودي عرب په مدينه ښار کې يه يوه مالداره او مشهوره کورنۍ کې ځېګېدلی. نوموړي په ۱۹۸۳م کې د امريکا نه په جرنلزم کې ډګري ترلاسه کړې او پس له هغې يي په سعودي عرب کې په يو شمېر ځايي او نړيوالو اخبارونو کې کار کړی.

خبريال جمال خاشقجي به وخت په وخت د سعودي عرب په حکومت او په خصوصي ډول په شهزاده محمد بن سلمان نيوکې کولې، نوموړی کال وړاندې له سعودي عرب له حکومت له وېرې امريکا ته راغلی وو او دلته يي د خودساخته جلاوطنۍ ژوند کوو. او د واشنګټن پوسټ اخبار سره يي هم کار کوو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG