لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اشرف غني: سعودي عرب د افغانستان په سټراټیجیک شریک بدل شوی


د افغانستان صدر محمد اشرف غني ویلي چې سعودي عرب اوس د افغانستان په سټراټیجیک او عمده شریک بدل شوی او افغانستان غواړي چې ریاض اوس د سولې په پلي کولو کې هم له افغانانو سره همکاري وکړي.

افغان صدر دا خبره نن د گل ـ دوشنبې په ورځ د افغانستان د دیني عالمانو د سراسري شورا او د سولې د عالي شورا له غړو سره په کتنه کې کړې، او ویلي یې دي چې د سعودي او افغانستان ترمنځ ملگرتیا، د سعودي عرب د پاچا، سلمان بن عبدالعزیز سره د درې کلن کار په پایله کې دې ځای ته رسیدلې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په خبرپاڼه کې د ښاغلي غني له قوله، او په جده او مکه مکرمه کې د دیني عالمانو وروستۍ غونډې ته په اشارې سره لیکل شوي: «اوس د افغان سولې په اړه د اسلامي نړۍ لوی مشارکت رامنځته شوی او د خدای (ج) له کور څخه د سولې د غږ پورته کیدل ځانګړی ارزښت او اغیز لري.»

افغان صدر له رسنیو هم وغوښتل چې «د افغان علماو استقلال او پیاوړی منطق د افغانستان خلکو ته تشریح کړي».

په دې لیدنه کې چې د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ، ارگ کې ترسره شوه، د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم دا وړاندیزونه وکړل چې د افغان دیني علماؤ د فتوا موارد دې پسې وڅارل شي، د اسلامي همکارۍ د سازمان سکرټر جنرال ته دې افغانستان ته د راتگ بلنه ورکړل شي، اسلامي هیوادونو ته دې د افغان علماؤ هیئتونه ولیږل شي، او د علماؤ خوندیتوب یا امنیت ته دې هم ډیره پاملرنه وشي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار (ښی خوا) او د سعودي عرب سفیر جاسیم الخالدي (کیڼ خوا)
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار (ښی خوا) او د سعودي عرب سفیر جاسیم الخالدي (کیڼ خوا)

د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر، نن د گل ـ دوشنبې په ورځ، د خپل کار په دفتر کې، په کابل کې د سعودي عرب له سفیر جاسیم الخالدي سره کتلي دي.

د افغانستان د ملي شورا د دفتر په حواله، په دې کتنه کې د سعودي عرب سفیر ویلي چې ریاض په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي او د سولې په برخه کې به له افغانانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د سعودي عرب او افغانستان اړیکې

په تاریخ کې، د افغانستان او سعودي عرب ترمنځ تعلقات، کله ساړه او کله هم تاوده تیر شوي دي. د کمونیستي ر‏ژیمونو پر مهال، د کابل او ریاض تعلقات ښه نه و، او سعودي عرب د مجاهدینو ملاتړ کاوه. د مجاهدینو د حکومت پر مهال، سعودي عرب وغوښتل چې د جهادي تنظیمونو ترمنځ سوله وکړي، او په همدې خاطر یې جهادي مشران مکې مکرمې ته وبلل او هلته دوی ژمنه وکړه چې نور به جگړه نه کوي، خو وروسته همدې جهادي مشرانو بیرته له یوبل سره جگړې وکړلې.

کله چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، نو سعودي عرب یو له هغو په گوتو شمار هیوادونو څخه و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپیژاند. خو وروسته یې بیرته تعلقات ورسره وشلیدل.

د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته، سعودي عرب له افغانستان سره خپلې اړیکې په ډیر احتیاط پاللې.

خو وروسته له هغه چې محمد اشرف غني د افغانستان صدر وټاکل شو، نوموړي دا تابیا یې وکړه چې د اسلامي هیوادونو، او په خاصه توگه د سعودي عرب سره تعلقات پیاوړي کړي او پر طالبانو باندې د عربانو له نفوذ څخه کار واخلي.

سعودي عرب هم په دې وروستیو کې له افغان حکومت سره اړیکې پیاوړې کړي او تیره میاشت د افغانستان د ستونزې د حل په خاطر، د اسلامي همکارۍ د سازمان په نوښت، د نړۍ د اسلامي علماؤ د غونډې کوربه و.

سعودي عرب په اسلامي نړۍ کې چې افغانستان یې هم یوه برخه ده، له مذهبي اړخه یو ارزښتمن هیواد گڼل کیږي، په خاص ډول کله چې د سعودي مفتیان او د کعبې امام څه فتوا صادره کړي، نو د نړۍ اکثره مسلمانان ورته ارادت لري.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG