لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش سره د تعلق په الزام سعودي عرب د یمن شهري اعدام کړی


د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه سعودي عرب په دنیا کې د خلکو د اعدامولو تر ټولو زیاته شرح لري او د کال 2014 راهسې داعش په سعودي عرب کې یو شمېر حملې کړي دي
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه سعودي عرب په دنیا کې د خلکو د اعدامولو تر ټولو زیاته شرح لري او د کال 2014 راهسې داعش په سعودي عرب کې یو شمېر حملې کړي دي

داعش وسله والې ډلې سره د تعلق او د ځانمرګي حملې د سازش جوړولو په الزام سعودي عرب د یمن یو شهري اعدام کړی دی.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه سعودي عرب په دنیا کې د خلکو د اعدامولو تر ټولو زیاته شرح لري او د کال 2014 راهسې داعش په سعودي عرب کې یو شمېر حملې کړي دي.

د ای اېف پي ترمخه د سعودي عرب د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل چې اعدام شوی یمني شهري محمد الصدام د داعش په وېنا د ملکي خلکو په غونډو د حملو په تکل کې و.

په بیان کې وویل شوو چې یمني تن د داعش بېعت کړی و او د چاودېدوونکو موادو د کمر بند د لارې یې د ځانمرګي حملې سازش کولو. ای اېف پي وايي بیان کې دا نه وو وېل شوي چې محمد الصدام کله نیول شوی و.

هغه د ګل، دوشنبې، په ورځ په ریاض کې اعدام کړی شو.

ای اېف پي وايي سعودي عرب د 2020 راهسې د نشۍ توکو د قاچاق په جرم د خلکو په اعدامولو پابندي لګولې ده او چې له امله د دغو سزاګامو شرح کمه شوي ده.

د انساني حقونو نړیواله اداره اېمنسټي انټرنېشنل د اګست په میاست کې وویل چې د سږ کال د جنورۍ او د جولای ترمنځ په سعودي عرب کې لږ تر لږه 40 کسان اعدام کړی شول چې د 2020 د ټول کال نه زیاته شمېره ده. ای اېف پي وايي د حکومتي بیانونو په بنیاد د خبري ادارې شمېرې څرګندوي چې سږ کال سعودي عرب قریباً 70 کسان اعدام کړي دي.

د اېمنسټي انټرنېشنل ترمخه په 2019 کې سعودي عرب 184 کسان اعدام کړل.

د انساني حقونو دپاره د سعودي حکومت کمېشن وویل په 2020 کې یې د 27 کسانو د اعدام کېدلو پېښې ریکارډ یا ثبت کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG