په یمن کې ایران پلوه هوثي ډلې د خالي یا شنبې په ورځ ویلی په سعودي عربستان بقیق ښار کې يې د نړۍ د تیلو پاکولو تر ټولو لوې مرکز په نخښه کړی او د ارامکو کمپنۍ یو مهم د تیلو مرکز يې په نخښه کړی.
د دغه برید وروسته ګردې نړۍ ته د تیلو او توانايۍ رسونکې شرکت یا کمپنۍ ارامکو کې د وور لوې لمبې لیدل کیږي. تر دې دمه دا نه ده په ډاګه چې په دغه برید کې څه مرګ ژوبله هم اوښتې او که نه.
په انټرنیټ (ان لاېن) خپرو شوو ویډیو ګانو کې ښودل کیږي چې په بقیق کې د وور د لمبو تر څنګ په دغه سیمه کې د ډزو غږونه هم اوریدل کیږي.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت لخوا په یو بیان کې وېل شوي چې دغه ځاې په ٫٫ ډرون بریدونو٬٬ په نخښه کړی شوی. د بیان تر مخه د دغه پېښې پلټنې پېل شوي.
د سعودي عربستان ارامکو شرکت یا کمپنۍ تر مخه د بقیق دغه مرکز په ګرده نړۍ کې د ٫٫ تیلو پاکولو تر ټولو لوې مرکز دی.٬٬ د اندازو تر مخه په دغه مرکز کې هره ورځ ۷ میلینه بیرله خام تیل صفا کیږي.