لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سعودي عرب د فټ بال ورلډ کپ په مقابله کې ارجنټینا ته ماتی ورکړو


ارجنټینا په ورلډ کپ کې د شرکت په وخت د دنیا دریم او سعودي عرب په ۵۱ درجه ولاړ ټیم و

په قطر کې د فټ بال په ورلډ کپ مقابلو کې د سعودي عرب ټیم په غیر متوقع کامیابۍ کې د ارجنټاین مظبوطې لوبډلې ته د یو په مقابله کې په دوو ګولونو ماتی ورکړو.

د ارجنټینا لیونل مېسي د لوبې په لسو منټو کې د ارجنټینا لومړی او یوازنی ګول په پېنلټي کېک وکړو.

د سعودي عرب صالح الشهري د مېچ د دویمې برخې په ۴۸ منټ کې ګول وکړو او د ارجنټینا سره يې لوبه برابر کړه. پېنځه منټه د سعودي عرب سلیم الدوسي دویم ګول وکړو او خپل ټیم ته يې برتري وکړه.

د ارجنټینا لیونل مېسي د لوبې په لسو منټو کې د ارجنټینا لومړی او یوازنی ګول په پېنلټي کېک وکړو
د ارجنټینا لیونل مېسي د لوبې په لسو منټو کې د ارجنټینا لومړی او یوازنی ګول په پېنلټي کېک وکړو

ارجنټینا په ورلډ کپ کې د شرکت په وخت د دنیا دریم او سعودي عرب په ۵۱ درجه ولاړ ټیم و.

د سعودي عرب ګولي محمد الوېس د خپل ټیم په ګټه کې اهم کردار ادا کړو او د مېچ په اخیر لمحو کې یو شمېر یقیني ګولونه منع کړل.

د ګروپ سي په بل مېچ کې به ارجنټینا د خالي، شنبې، په ورځ مېکسیکو او سعودي عرب د پولېنډ سره مقابله کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG