لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرچينې: سعودي عرب او د یمن هوثيانو نېغ په نېغه خبرې شروع کړې


په یمن کې شخړه د ایران او سعودي عرب ترمنځ غیر مستقیم جنګ ګڼل کېږي. رویټرز وايي تېر کال ایران سعودي عرب سره نېغ په نېغه خبرې هم شروع کړې چې زیاته توجه یې په یمن وه
په یمن کې شخړه د ایران او سعودي عرب ترمنځ غیر مستقیم جنګ ګڼل کېږي. رویټرز وايي تېر کال ایران سعودي عرب سره نېغ په نېغه خبرې هم شروع کړې چې زیاته توجه یې په یمن وه

د یمن په جنګ کې ښکیلو فریقېنو سعودي عرب او هوثي وسله والو په مستقیم ډول مذاکرات بیا شروع کړي دي چې د سعودي عرب او یمن په مشترکه پوله د امنیت او په اینده کې د دواړو ملکونو په تعلقاتو خبرې وکړي.

دوو سرچینو رویټرز خبري ادارې د خبرو د بیا شروع کېدو تصدیق وکړو.

د سعودي عرب او هوثیان د تېرې میاشت راهسې په غیر مستقل ډول خبرې کوي.

په یمن کې د ملګرو ملتونو په منځګرېتوب ډزبندي د جون په دویمه نېټه د دوو میاشتو دپاره غځول شوي ده.
رویټرز وايي د سعودي عرب او د هوثيانو مذاکرات بیا شروع کېدل د اقوام متحده او د امریکې د هغو کوښښونو دپاره مثبته نخښه ده چې هدف یې د یمن د خانه جنګۍ سیاسي حل موندل دي. په شخړه کې په زرګونو خلک وژل شوي او یمن قحط ته نژدې کړی دی.

رویټرز د خپلو سرچینو له قوله وویل عمان د انټرنېټ دلارې د سعودي عرب او د هوثیانو په خبرو کې مرسته کړې ده او که په مذاکراتو کې پرمختګ کېږي نو مسقط کې د فریقېنو د استازي مخامخ خبرو دپاره هم تیاری کولی شي.

رویټرز وايي سعودي حکومت او نه هم هوثیانو د خپلو خبرو په اړه څه ویلي دي.

رویټرز وايي د تېرو څو کلونو راهسې د سعودي عرب په مشرۍ کې پوځي اتحاد د یمن سرښار صنعا نه د هوثیانو د وېستلو ناکامه کوښښونه کړي دي او ریاض اوس غواړي چې د ایران پلوه هوثیانو سره تعلقات برابر کړي. د سعودي عرب او د یمن د ۱۳۰۰ کلومېټره اوږد سرحد ډیرې برخې د هوثي وسله والو په ولکه کې دي.

سرچینو رویټرز خبري ادارې ته وویل چې سعودي او هوثي چارواکي په پوله د امنیت دپاره په معاهده او د هغو بېلېسټک مزایلو او ډرون جهازونو په اړه خبري کوي چې هوثیانو په سعودي ښارونو د حملو دپاره استعمال کړي دي.

د سعودي عرب په مشرۍ کې پوځي اتحاد وايي ایران هوثیانو سره د وسلې او د پېسو مرسته کوي خو تهران او هوثیان دا خبره ردوي.

په نړیواله کچه تسلیم شوی د یمن حکومت هوثیانو په ۲۰۱۴ کې د صنعا نه لېرې کړو چې له امله یې سعودي ایتلاف په یمن کې مداخلت وکړو.

په یمن کې شخړه د ایران او سعودي عرب ترمنځ غیر مستقیم جنګ ګڼل کېږي. رویټرز وايي تېر کال ایران سعودي عرب سره نېغ په نېغه خبرې هم شروع کړې چې زیاته توجه یې په یمن وه.

رویټرز وايي واشنګټن او نورو مغربي ملکونو هم په یمن کې د جنګ ختمولو دپاره په ریاض فشار اچولی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG