لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عربستان د تیلو په مهم ځایونو د ډرون بریدونه


د خالي په ورځ د حوثي یاغیانو لخوا د سعودي عربستان د تیلو پر مهمه ځایونو یا تاسیساتو د ډرون یا د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ددغه دولت پېداوار ته زیان رسولی دی. امریکایي مطبوعاتو ترمخه دغه بریدنو د سعودي عربستان شاوخوا د تیلو نیمایی پېداوار ، یا د نړۍ د ورځنی تقریبا پینځه فیصدي پیداوار ته زیان رسولی. دغه بریدونو نه د نړۍ د تیلو په رسد کې د ګډوډۍ خطر راپورته شوی دی.

د دغه بریدونه نه په خلیج فارس کې سم دلاسه د امریکا او ایران ترمنځ کړکیچ لا نور هم زیات شوی دی چې مهمې پوښتنې بې ځوابه پاتې شوې دي - دا چې ډرون له کوم ځای څخه پیل شوي ، او څنګه حوثيانو د سعودي په خاوره کې په دغه تاسیساتو د یمن د زمکې نه پنځه سوه میله لرې برید وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ما
ئیک پامپیو ایران د دغه ترشا وگرځولو او وویل "د نړۍ د انرژۍ پر رسد یو غیر معمولي برید" او ټینگار یی وکړو چی "داسې کوم شواهد نشته چې بریدونه له یمن څخه شوي وي." خو نوموړي بیا کوم یو بل ځای په گوته نه کړو چی بریدونه تری نه شوي وي. سعودیانو پخپله ایران ته نیغ په نیغه ګوته نیولو څخه ډډه کړی.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې وویل چې ولسمشر ټرمپ د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې دغه برید غندلی دی او د سعودي عربستان د ځان څخه د دفاع ملاتړ یې ښودلی دی. سپینه ماڼۍ په یوه بیان کې زیاته کړې چې امریکا دې ته ژمنه ده چې د تیلو نړیوال بازارونه باثباته وي او ښه رسد لري.

د حوڅي یاغیانو ال مصیره خبري اژنس ویلي چی یمن حوثی یاغیانو د خالي په ورځ دغه بریدنو پړه پرخپل سراخستی ده، او ویلي دي چی لس ډرون یا بې پیلوټه الوتکو په اباقیق او خوریس سیمو کی د سعودي عربستان حکومتي شرکت ارمکو د تیلو تاسیسات په نښه کړي دي. د دغه حملو څخه د سعودي عربستان د خام تیلو پنځه ملیونه بیرل پیداوار د اور لگیدو له وجی اغیزمن شوې دی. په دغه تاسیساتو کی یو د نړۍ د تیلو تر ټولو لوۍ تاسیسات هم شامل دی. د اوپیک د اگست ترشمیرو ترمخه د سعودي عربستان یو ورځنی د تیلو پېداور نهه اعشاریه اته فېصدي (٩.٨) دی. یوې سرچینی امریکايی ټیلي ویژن سي این این ته ویلي چې ارمکو "هیله لري چې دا پیداوارپه به څو ورځو کې بیرته بحال شي " . د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ددغه بریدونو پخلی کړی دی او ویلي دي چی د ډرون حملو له وجی په دوو تاسیساتو اور ولگیدو. په یوه بیان کی چی په ټویټر خپور کړل شوی وزارت ویلي دي چی په اورونو قابو موندل شوې ده او چارواکي یي په اړه پلټنی کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG