لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي او هندي پوځي مشران او د تصوير په شا تصوير!



په دېوال لګېدلی تصوير د پاکستاني پوځي مشر جنرل نيازي دی چې په کال 1971 کې يې په ډهاکه کې هندوستاني پوځ ته وسله په مزکه کېښوده او د رپوټونو تر مخه نزدې 93000 پاکستاني پوځيانو هندوستاني پوځ چې د جنرل اروړه په مشرۍ کې جنګېدل، ته تسليم شول
په دېوال لګېدلی تصوير د پاکستاني پوځي مشر جنرل نيازي دی چې په کال 1971 کې يې په ډهاکه کې هندوستاني پوځ ته وسله په مزکه کېښوده او د رپوټونو تر مخه نزدې 93000 پاکستاني پوځيانو هندوستاني پوځ چې د جنرل اروړه په مشرۍ کې جنګېدل، ته تسليم شول

د سعودي عرب د پوځ مشر لېفټننټ جنرل فهد بن عبدالله محمد المطير او د هند د پوځ سر لښکر جنرل منوج مکوند نروني تر منځ ملاقات کې د هغوی شا ته لګېدلي عکس ته د سوشل مېډیا د فعالانو پام شوی دی.

که هر څو د دواړو پوځي مشرانو ليدل پخپله يو تاريخ جوړوي خو په سوشل ميډيا د سعودي عرب او هند ترمنځ د دفاع نه پرته په نورو برخو کې ملګرتيا زياتيدلو د يادونې په ځای د ورکړل شوي عکس په شا عکس باندې خبرې کيږي.

په دېوال لګېدلی تصوير د پاکستاني پوځي مشر جنرل نيازي دی چې په کال 1971 کې يې په ډهاکه کې هندوستاني پوځ ته وسله په مزکه کېښوده او د رپوټونو تر مخه نزدې 93000 پاکستاني پوځيانو هندوستاني پوځ چې د جنرل اروړه په مشرۍ کې جنګېدل، ته تسليم شول.

د پوځ تسليمېدل د بنګله ديش د ازادۍ زېری وګڼل شو او د ياد کال د ډيسمبر په شپاړسمه نېټه د بنګله ديش د پاکستان نه د ازادۍ اعلان وشو.

تصوير ته په خپل ټوېټر يوې هندوستانۍ ژورنالېسټې نايله عنايت ليکلي “پاکستان هم په تصوير کې شته”.

چې په ځواب کې ورته يو پاکستاني محمد ابراهيم قاضي په ټوېټر خپل غبرګون ښودلی او وايي

“دا به د سعودي عرب د پوځي مشر د انتظاماتي چارواکو د پاره غوره کار وی چې د دې تصوير سره يې نه وی ودرولی. دا د هندوستان پوځ په قصد کړي دي او مقصد يې ترې دا دی چې د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ بيلتون څرکند کړي. دا ډېره ځورونکې موقع ده چې يو مسلمان پوځي مشر په دې ناسته کې شريک دی”.

سعودي عرب د پاکستان ډېر نزدې ملګری او خواخوږی ګڼل کيږي خو د ياد هېواد د پوځ د مشر هند ته سفر ځکه تاريخي بلل شوی چې دا وړومبي ځل دی د سعودي پوځي مشر هند ته سفر کوي.

د وي او ای اردو د خبر ترمخه د هند د دفاع وزارت په يو بيان کې ويلي د دواړو پوځي مشرانو د ملاقات مقصد د هند او سعودي عرب ترمنځ د دفاعي چارو سره سره په نورو اقتصادي او سيميزو شريکو ګټو کې د اړيکو ټينګول دي.

د ګل لا دوشنبې په ورځ د سعودي عرب د پوځ د سر لښکر د پيل شوي سفر نه څوارلس مياشتې وړاندې د هند د پوځ مشر د سعودي عرب دوره کړې وه چې د دواړو هېوادونو په تاريخ کې د کوم هندي پوځي مشر وړمبنۍ دوره وه.

درې کاله پخوا سعودي عرب په هند او پاکستان دواڼو کې د سرمایه کارۍ اعلان کړی وو. سعودي ویلي وو چې هند کې به ۱۰۰ اربو ډالرو او پاکستان کې د ۲۰ اربو ډالرو برابر سرمایه کاري کوي.

سعودي څو ځله د پاکستان د بدې اقتصادي وضعې په وخت پاکستان ته نقدې ډالرې هم ورکړي. په وروستي ځل پاکستان د سعودي نه درې اربه ډالره د څلور فیصده سود سره اخستي. د سود دغه کچه پاکستان ته د نړیوالو مالياتي ادارو لخوا د ورکړل شوو قرضونو نه لوړه ده.

د پاکستان يو پخوانی جنرل شریف د تقاعد (رېټایرمنټ) وروسته، په سعودي کې د اېتلافي ځواکونو د مشر په توګه کار کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG