په داسې حال کې چې امریکې په سعودي عرب کې د خپلو ځواکونو په شمېره کې زیاتوالی کړی دی، د سعودي عرب خاجه وزیر فیصل بن فرحان السعود ويلي امریکا دې د عراق څخه خپل ځواکونه نه وباسي.
سعودي خارجه وزیر وویل که چېرې امریکې د عراق نه عسکر وویستل نو سیمه به غېر محفوظه شي.
د جنورۍ په دریمه نېټه په عراق کې د ایران القدس ځواکونو مشر جنرل قاسم سلېماني د امریکې په ډرون حمله کې د وژل کېدو وروسته په عراق کې د امریکې خلاف مظاهرې وشوې او د عراق پارلېمنټ په یو قرارداد کې وغوښتل چې امریکا دې د عراق نه ځواکونه وباسي. د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د عراق دغه غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې دي چې که چېرې عراق د امریکې نه دغه غوښتنه وکړه نو په عراق به اقتصادي پابندۍ ولگوي.
د جنرل سلېماني د وژل کېدو په اړه، سعودي خارجه وزیر د امریکي سي اېن اېن ټېلې وژن ته په یوه ورستۍ مرکه کې وویل امریکې په قانوني توگه په "خپله دفاع" کې جنرل سلېماني په هدف کړو.
امریکې دا وخت په عراق کې ٥٠٠٠ عسکر پرځای کړې دي چې د عراقي ځواکون تربیه ترسره کوي او د هېواد په شمال کې د داعش خلاف جگړه کې د عراقي ځواکونو کومک کوی.
تېره هفته عراقي عسکرو د امریکايي ځواکونو سره په شریکه د داعش خلاف عملیات بیا پېل کړل. دغه عملیات د جنرل سلېماني د وژل کېدو په ترڅ کې د راپورته شوي تاوتریخوالي مهال د ځنډېدلي وو.
څېړونکي وايي سعودي عرب په سیمه کې د خپل حریف ایران سره نیغ په نیغه ټکر نه غواړي او گڼي ټې امریکايي ځواکونه په سیمه کې د ثبات دپاره ضروري دي.
د یورپین کاونسل ان فارن ریلېشنز څېړونکي سېنزیا بیانکو وايي په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو موجودگي په سیمه کې د ایران د اثر مخه نیسي.
د ایران سره د ورستي تاوتریخوالي په مهال امریکې په منځني ختیځ کې خپل پوځ نور هم مضبوط کړی او د سعودي عرب په پرنس سلطان پوځي اډه یې د خپلو عسکرو په شمیره کې اضافه کړې ده.
د سپټمبر په میاشت کې د سعودي عرب د تېلو په دوو مرکزونو د حملې ورسته امریکې په سعودي کې د مزایلو په ضد دفاعي نظام پېټریاټ مزایل پرځای کړې دي.