لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي مېرمنې به اوس پاسپورټ ترلاسه کولی او د محرم نه بغیر سفر کولی شي


په نژدې وختونو کې سعودي عرب د مېرمنو په موټر چلولو هم پابندي ختمه کړې ده
په نژدې وختونو کې سعودي عرب د مېرمنو په موټر چلولو هم پابندي ختمه کړې ده

سعودي عرب د جمعې په ورځ په هېواد کې په ښځو بنديزونه کم کړي او د نوي قانون لاندې به د سعودي عرب ښځې بغېر د کورنۍ د غړو يا محرم سفر کولی شي او لکه د سړو په څېر به ښځې هم پاسپورټ اخیستلی شي.

دا قانون په سعودي عرب کې له يوې مودې راهسې د ښځو په ضد په هغه سخت قانون کې نرمي ښکاره کوي چې ترمخه به يې په سعودي عرب کې ښځو په آزادۍ تګ راتګ نه شو کولی.

اېسوسې اېټډ پرېس خبري اداره وايې دغه نوی قانون په سعودي عرب کې د ښځو د حقونو په لور يو پياوړې ګام دی.

د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمنسټي انټرنېشنل د جمعې په ورځ د سعودي عرب د دغې نوي قانون ستاينه وکړه او ویې ویل د قانون سره به په سعودي عرب کې په ښځو موجوده سختۍ کمې شي. اېمنسټي وویل سعودي عرب له د ښځو په ضد په سختو قانونو کې د نورو ډېرو اصلاحاتو ضرورت دی.

د بشري حقونو نړيوال تنظيم په کال 2016م کې د سعودي عرب په دغه قانون نيوکې کړې وې چې پکې سړو ته د ښځو د فېصلو زيات اختيار ورکړی شوی چې پکې د ښځو سره د زور زياتي لپاره ډېر ځای دی.

د نوي قانون منظوري د ولیعهد شهزاده سلمان کابېنې د شورو په ورځ ورکړې او د جمعې په ورځ په سرکاري ام القراء مجله کې خپور شوی خو دا واضحه نه ده چې په دغه قانون به عمل د کله نه پېل کېږي.

د سعودي عرب په قانون به د يوې مودې راهسې نيوکې کېدلې چې د هېواد ښځو ته د ماشومانو په سترګه ګوري او هغوي ته د کورنۍ د سړو د اجازت نه بغېر لکه د ماشومانو د پاسپورټ اخستلو حق هم نه ورکوي او نه به هغوي يوازې سفر کولی شو.

سعودي وګړو په سوشل مېډيا د دغې نوي قانون تود هرکلی کړی او ډېر دا ګڼي چې د دغي قانوني اصلاحاتو په شا د 33 کلن شهزاده محمد بن سلمان لاس دي.

هر څه که يوشمېر سعودي وګړي د دغې نوې قانون هرکلی کوي خو ځينو تندروه سعوديانو بيا په سوشل مېډيا د دغې قانون غندنه کړې او په سوشل مېډيا يې د سخت دریځه ملايانو بيانونه خپاره کړي دي چې د ښځو د آزاد ګرځېدو په ضد دليلونه ورکوي.

په دغه نوي قانون کې د سعودي عرب ښځو ته د واده، طلاق او د ماشومانو د زېږېدلو د رجسټر کولو اختيار هم ورکړی شوی چې ورسره به اوس د سعودي عرب ښځې د خپلې کورنۍ هغه سرکاري دستاوېزات ترلاسه کولی شي چې د ماشومانو په سکولونو کې د داخلې په وخت به ورته آساني وي.

په دغه نوي قانون کې ښځو ته د خپلو ماشومانو د ګارډين یا سرپرست حق هم ورکړی شوی چې وړاندې دغه حق په سعودي عرب کې يوازې د سړو سره و.

د نوي قانوني اصلاحاتو باوجود په سعودي عرب کې اوس هم ښځې د خپل واده فېصله د کورنۍ د نارينه غړو د مرضۍ نه بغېر نه شي کولی او نه د کورني تشدد نه د وتلو ګام پورته کولی شي، ښځې بيا هم خپلو بچو ته د شهريت حق نه شي ورکولی او نه دسړو د مرضۍ نه بغېر د زندان يا بندي خانې نه د وتلو حق لري.

هرڅه که شهزاده سلمان په نوي قانون کې په سعودي عرب کې دښځو په ضد روانې سختۍ کې کمې راوستلی خو رپوټونه وايې د هغه انتظاميه په سعودي عرب کې د هغو ښځو په ضد سخت عمليات کوي چې د سعودي عرب د حکومت په ضد خبرې کوي.

په شهزاده سلمان تېر کال د په ترکي کې د سعودي په سفارت کې د خبريال خاشفجي د وژلو تورونه هم دي چې لکبله يې په سعودي عرب نړيوال فشار زيات شوی وو خو سعودي عرب دغه تورونه رد کړي وو.

په سعودي عرب کې د ښځو په ضد د يوې مودې رهسې سخت قانونونه په ځآې دي خو څيړونکي وايې په نوره اسلامي نړۍ کې د ښځو سره دغسې سختي نه کېږي او مذهبي عالمان هم وايې اسلام ښځې او سړي ته د برابرۍ په سترګه ګوري .

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG