لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي: ښځو په لومړي ځل د فټبال لوبې کتلو اجازت وموند


ځینو مېرمنو د خپلې کورنۍ له کسانو او ځینو له خپلو همځولو سره له لوبې خوند اخیستی
ځینو مېرمنو د خپلې کورنۍ له کسانو او ځینو له خپلو همځولو سره له لوبې خوند اخیستی

په سعودي عربستان کې په لومړي ځل ښځو ته اجازه ورکړل شوې، چې لوبغالي ته ورشي او د فوټبال لوبه وګوري. ځینو مېرمنو د خپلې کورنۍ له کسانو او ځینو له خپلو همځولو سره له لوبې خوند اخیستی.

د سعودي غوندې په رجعتي او زوړپالې ټولنه کې د ښځو په اړه په سختو قوانینو او روایاتو کې بدلونونه د هغې لړۍ یوه کړۍ ده، چې د اوسني باچا زوی ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان پیل کړې ده او مقصد یې له خپل هېواد د رجعتي فکرونو ختمول دي

د تېرې جمعې په ورځ شاوخوا ۳۰۰ سعودي مېرمنې- چې د عبایه په نوم تورې چادرۍ یې اغوستې وې- په (جده) ښار کې د (شاه عبدالله) په نوم لوبغالي ته تللې وې او د (الهالي) او (الباطن) لوبډلو تر منځ د فوټبال لوبه یې وکتله.

د فوټبال په دې لوبه کې د نورو هېوادونو غوندې ښځې او سړي د لوبې کتلو ته ګډ ناست نه وو، بلکې د ښځو لپاره د لوبې کتلو ځانګړی ځای جوړ شوی وو، چې یواځې هغو کسانو پکې د ناستو اجازه لرله، چې د خپلو کورنیو له ښځو سره یې لوبه کتله.

په لوبه کې د هلکانو او نارینوو تر څنګ نجونو ته هم دا اسانتیا برابره شوې وه، چې پر خپلو مخونو د خپلې خوښې د لوبډلو بیرغ جوړ کړي.

د لوبې په مهال کلک امنیت نیول شوی وو او په لوبغالي کې ښځینه پولیسې هم د امنیت ساتلو په چاره ګومارل شوې وې.

سعودي مېرمنو له رسنیو سره په خبرو کې خپله خوشالي څرګنده کړه او له خپل حکومته یې مننه وکړه، چې دوی ته یې د لوبې کتلو موقع برابره کړه. د دوی پر څېرو دومره خوشالي وه، لکه له زندانه چې را خوشې شوې وي.

۳۲ کلنې لامیه خالد ناصر د فرانس خبري اېجنسۍ اې ایف پي ته وویل، د لوبې په لیدو د خپلې خوشالۍ اظهار نه شي کولای:

"د حکومت دا ګام څرګندوي چې موږ د ښه مستقبل خواته روان یو او زه چې دا لوی بدلون په خپلو سترګو وینم، نو ډېر د ویاړ إحساس کوم"

په سعودي عربستان کې له اوږدې مودې د ښځو په اړه ډېر سخت بندیزونه دي، چې په نړیواله توګه د بشري حقونو د سازمانونو له خوا وخت په وخت ورباندې نیوکې شوې دي. په سعودي کې په دفترونو کې د کار کولو تر څنګ تر اوسه ښځو ته په ازاده توګه د ګرځېدو اجازت نه شته.

خو د سعودي د اوسني باچا سلمان بن عبدالعزیر تر راتګ وروسته د ښځو د حقوقو په برخه کې اصلاحات پیل شوي دي. محمد بن سلمان چې د باچا راتلونکی ځایناستی به وي، تېر کال د حکومت له خوا پر ښځو د موټر چلولو بندیز لرې کړ او اجازه یې ورکړي چې سعودي مېرمنې کولای شي موټر وچلوي او د موټر چلولو په وسیله خپله مزدوري وکړي.

ټاکل شوې چې سږ کال په سعودي عربستان کې ښځو ته په سېنما کې د فلم کتلو اجازه هم ورکړل شي. دا له څه دپاسه ۳۰ کلونو وروسته لومړی ځل دی، چې پر سېنما تر بندیز لرې کېدو وروسته به ښځې وکولای شي، د اسلام په مرکز سعودي کې په لویو سېنماګانو کې هم فلمونه وګوري.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG