لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېو دې چلډرن: په افغانستان کې د ښځو په کار بنديز به ماشومان کار کولو ته اړ کړي


سېو دې چلډرن په رپورټ کې ويلي چې طالبانو دغه بندېز په داسې وخت کې لګولی چې افغانستان د اقتصادي او خوراکي بحران سره مخ دی او په هېواد کې 28 ملينه ماشومانو او لوی بشري مرستو ته اړتيا لري
سېو دې چلډرن په رپورټ کې ويلي چې طالبانو دغه بندېز په داسې وخت کې لګولی چې افغانستان د اقتصادي او خوراکي بحران سره مخ دی او په هېواد کې 28 ملينه ماشومانو او لوی بشري مرستو ته اړتيا لري

د ماشومانو د خېرښېګړي نړيوال سازمان سېودې چلډرن په افغانستان کې د ښځو په غېر دولتي ادارو کې د کار په بندېز اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د طالبانو لخوا لګول شوی بندېز به په هېواد کې د کار کوونکو ماشومانو [چايلډ لېبر] شمېره زیاته کړي.

د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي وايي چې د کارکوونکو ماشومانو شمېرې زياتېدو سره به نه يواځې د ماشومانو تعليمي لړۍ متاثره شي بلکې د کار په ځايونو او بازارونو کې به ترې ناوړه ګټه هم اخیستل کيږي چې خراب اثر به يې د ماشومانو ترڅنګ په ټولنه کيږي.

سېو دې چلډرن په خپل وروستي رپورټ کې ويلي چې په افغانستان کې د مېرمنو په غېر دولتي ادارو کې په کارو کولو بندېز به ماشومان په دې مجبوره کړي چې په لارو کوڅو، کارخانو او د خلکو په کورونو کې کارونه وکړي ځکه چې د دغې بندېز له وجې د خدماتو ورکولو لړۍ ځنډول شوې ده.

په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کارپوه نصير کوټوال وي او اې ډيوه ته وايي د هېواد د موجوده وضعيت پرمهال چې د مرسته کوونکو ادارو لخوا خلکو ته امداد نه رسيږي نو کورنۍ مجبوره دي چې د معاش ګټلو لپاره ماشومان کارونو ته وليږي.

نوموړي زياته کړه، " د دغو بشري مرستو ټارګټ ګروپ هم ښځينه او کوچنيان دي او کله چې مېرمنې نه وي ګمارل شوي نو د هغوی کوچنيانو ته که هلکان دي او جينکۍ، لاسرسی نشي کېدلې او هغه مرستې چې کومې دوی ته تخصيصيږي هغه دوی ته نه رسېږي او دوی مجبور دي چې کار وکړي".

طالبانو تير کال د دسمبر په 24مه د یوې اعلاميې د لارې ښځې او جينکۍ په غېر دولتي ادارو کې د کار کولو څخه منع کړي دي.

سېو دې چلډرن په رپورټ کې ويلي چې طالبانو دغه بندېز په داسې وخت کې لګولی چې افغانستان د اقتصادي او خوراکي بحران سره مخ دی او په هېواد کې 28 ملينه ماشومانو او لوی بشري مرستو ته اړتيا لري.

د رپورټ ترمخه، یوه وروستۍ سروی ښايې چې په کال 2022 کې د کورنیو 29 سلنه سرپرستو مېرمنو لږ تر لږه خپل یو ماشوم کار ته لېږلی دی چې په کال 2021 کې دغه شمېره 19 فيصده وو.

په افغانستان کې مېشت د ماشومانو د حقونو مبارز فريد عبدالرحيم وي او اې ډيوه ته وايي چې کوم ماشومان د تعليم ترلاسه کولو پرځای په معاش ګټلو بوخت شي په هغو کې د ځينو څخه ناوړه استفاده کيږي چې خراب اثر يې د ماشوم ترڅنګ په ټولنه هم پرېوځي.

د نوموړي په خبره " دغه ماشومان چې اوس وخت کې بايد ښوونځيو ته لاړ شي دوی کارونه کوي نو دا د دوی په راتلونکي خراب تاثير کوي، د دغو ماشومانو څخه ځينې هغه ترهګرې ډلې او مافيايې ګروپونه ناوړه استفاده کوي او په افغانستان کې دغسې کېسونه بيا ډېر زيات دي چې دغو ماشومانو نه منفي ګټې اخيستل شوي دي او حتی دغه ماشومان د هېواد نه بهر قاچاق شوي دي او بيا ترې جنسي استفادې شوي دي".

په افغانستان د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیال مارکس پوتزل پرون د اتوار په ورځ د واکمنو طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د وزیر محمد خالد حنفي سره ليدلي، او د افغان ښځو پر زده کړو او په مرستندویه ادارو کې د هغوی پر کار د بندیزونو د زر تر زره پای ته رسولو غوښتنه یې ترې کړې ده.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG