لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"نور جنګ بس دی" د افغان ځوانانو کمپاین


پداسې حال چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړې سخت شدت موندلی، د افغان ځوانانو یوې ډلې د هېواد دننه او بهر د سولې لپاره د ټولنېزو رسنیو له لارې د "نور جنګ بس دی" تر عنوان لاندې کمپاین پېل کړی.

په کېنېډا کې مېشت د کمپاین انتظام کوونکې لېمه صابر وايي دغه کمپاین کې نه یوازې افغانانو بلکه د نورو هیوادونو وګړو هم ګډون کړی.

"مونږ دغه کمپاین د یوې ویډیو سره پیل کړ چې افغانستان کې د جګړې پاې په نوم دی. زمونږ په هیواد کې په تیرو ۴ لسیزو کې پرته له جنګه او د خلکو قرباني‌ کیدل هیڅ نور نه دي شوي. او تر اوسه داسې هیڅ مثبته ګام دې جنګ ته د پای ټکي ايښودلو لپاره نه ده اخیستل شوی. نو ځکه مو دغه کمپاین پېل کړی چې خپل غږ ټولې نړۍ ته ورسوو."

په کابل کې مېشت ټولنیز فعال عمران ناصري چې دا مهال په افغانستان کې د روان تشدد او هدفي وژنو په سر اندیښمنه دی وايي:

"یوازینی هیله مې په افغانستان کې امن او سوله راتلل دي. مونږ نور په افغانستان کې د جنګ ودریدل غواړو."
اغلې لیمه صابر وايي د ډیرې مودې راهسې د افغانانو وینې بهیږي. مېرمن صابر په جنګ کې ښکېل په ټولو غاړو غږ کوي چې اوربند دې وکړې.

"مونږ ټول له دې جنګه ډیر ستړي شوي یوو. زما په څېر په میلونونو افغانان په خپل وطن پریښودو مجبوره شوي. مونږ نورو هیوادونو ته له شوقه پناه نه ده وړې. په هیواد کې مو ګڼ شمېر مېرمنې له تعلیمه محرومه دي او دا ټول د دوامداره جنګ له کبله افغانانو ته ورپیښ دي. زه په خپله د یوې افغانې کډوالې په توګه هیله لرم چې بیرته خپل هیواد ته ستنه شم. مونږ له طالبانو، هغه هیوادونو چې په دې جنګ کې ښکېل دي او ټولو نورو غاړو غوښتنه کوو چې نور جنګ ودروي. "

لکه څنګه چې د امریکې او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې له تړون وروسته او د سولې د روانو خبرو پر پروسه سربېره په افغانستان کې د یوه دوامداره سیاسي جوړجاړي امکانات لا نه دي روښانه، همداسې د افغانو مېرمنو راتلونکی هم نه دی واضح. لېمه صابر د سولې په پروسه کې د افغانو ښځو په حقونو هم سخته اندیښنه لري.

"د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې مذاکراتو پر مهال د ښځو په حقونو هیڅ واضح خبري نه کیږي. که مونږ وګورو نو دا مهال هم په افغانستان کې ډیرې ښځې له خپلو حقونو څخه بې برخه دي. شاوخوا ۷۰٪ مېرمنې له تعلیمه بې برخه دي دا په خپله د افغانستان اقتصاد ته یو لوی زیان دی. نو ځکه د ټولو افغانانو څخه غوښتنه کوم چې دغه غږ راسره بدرګه کړي چې سوله راشي او جنګ ختم شي. "

دغه کمپېن د ځوانانو لخوا په لنډو ویډيو پیغامونو پیل شوی چې د ټولنیزو رسنیو له لارې پر مخ بیول کیږي.

په افغانستان کې په وروستیو کې هدفي بریدونه او تشدد زیات شوی چې په نتیجه کې یې حکومتي چارواکي، د بشري حقونو مبارزین او خبریالان وژل شوي دي. طالبان وایي په دغو بریدونو کې لاس نه لري خو چارواکي یې ذمه واري پر طالبانو ور اچوي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG