لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ: چيف جسټس ويلي، په يو وخت د انتخاباتو کولو په اړوند به مناسبه حکم جاري کوي


په تېره اورېدنه کې سپریم کورټ د بیلابیلو سیاسي ګوندونو مشران عدالت ته بللي او ورته یې ويلي وو چې دوی باید خپلو کې په یوه ورځ د انتخاباتو دنېټې په اړه مذاکرات وکړي او عدالت دې د دغو مذاکراتو د نتیجې نه خبر کړي
په تېره اورېدنه کې سپریم کورټ د بیلابیلو سیاسي ګوندونو مشران عدالت ته بللي او ورته یې ويلي وو چې دوی باید خپلو کې په یوه ورځ د انتخاباتو دنېټې په اړه مذاکرات وکړي او عدالت دې د دغو مذاکراتو د نتیجې نه خبر کړي

د پاکستان د سپريم کورټ چیف جسټس عمر عطا بنديال په ملک کې په يو وخت د انتخاباتو په اړوند اورېدنه کې ويلي مناسبه حکم به جاري کوي او د مطبوعاتي راپورونو ترمخه نوموړي زیاته کړې چې حکومت په مذاکراتو کولو نه شي مجبوره کولی.

چيف جسټس ويلي، که د مذاکراتو د لارې حل را ونه ویستل شو ايين موجود دی او د عدالت فېصله هم شته.

د چیف جسټس په مشرۍ د سپریم کورټ درې کسیزه بېنچ الېکشن کمېشن ته په 14مې پنجاب صوبه کې دانتخاباتو کولو حکم کړی او مرکزي حکومت ته یې امر کړی چې ټولټاکنو لپاره الېکشن کمېشن ته تر نن ورځې (27م اپریل)21 اربه روپۍ ورکړي.

مرکزي حکومت په ګرد هيواد کې په یوه ورځ د ټاکنو غوښتنه کړې او قامي اسمبلۍ الېکشن کمېشن ته د پیسو ورکولو مسوده رد کړې ده.

په تېره اورېدنه کې سپریم کورټ د بیلابیلو سیاسي ګوندونو مشران عدالت ته بللي او ورته یې ويلي وو چې دوی باید خپلو کې په یوه ورځ د انتخاباتو دنېټې په اړه مذاکرات وکړي او عدالت دې د دغو مذاکراتو د نتیجې نه خبر کړي.

د راپورونو ترمخه په ننۍ اورېدنه کې اټارني جنرل منصور عثمان اعوان عدالت د سیاسي ګوندونو د مذاکراتو څخه خبر کړی دی.

هغه عدالت ته ویلي حکومتي کمېټۍ د تحریک انصاف د اسدقېصر سره ليدلي خو هغه ورته ویلي چې هغه د مذاکراتو دپاره اختیار نه لري. او د چيف جسټس د نور پرمختګ د پوښتنې په ځواب کې اعوان زياته کړې چې د تحریک انصاف شاه محمود قرېشي ویلي چې هغه د خبرو واک اختیار لري.

خو شاه محمود قرېشي بيا عدالت ته ویلي چې د هغه سره تراوسه تماس نه دی نيول شوی خو پرون ورته د سېنېټ چيرمېن ټیليفون کړی وو.

هغه ويلي د حکومت لخوا د مذاکراتو دپاره د کمېټۍ جوړولو خبره د انتخاباتو وروسته کولو حربې دي او که حکومت سنجيده وي مذکارات دې وکړي.

چيف جسټس ویلي، د مذاکراتو دپاره دې د زغم نه کار واخستل شي که د قامي ګټو او ايين په تحفظ اتفاق ونه شو نو څنګه چې روانه ده داسې به روانه وي.

د تحریک انصاف وکيل بېرسټر علي ظفر عدالت ته ويلي چې د مذاکراتو دپاره سازګار ماحول پکار او وخت ټاکل ضروري دي.

چيف جسټس ريمارکس ورکړي چې د سياسي ګوندونو ترمنځ د مذاکراتو په اړوند نه لارښوونه کوي او نه وخت ټاکي، په يو وخت د انتخاباتو په اړوند به مناسبه حکم جاري کړو. عدالت بیا اورېدنه ځنډولې ده.

د اورېدنې وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرستيال مشر شاه محمود قرېشي ویلي، حکومت د مذاکراتو نه تېښته کوي او دوی [تحریک انصاف ګوند] نن په څلور بجې مذاکراتو ته تیار دی.

د ايتلافي حکومت لخوا د تحریک انصاف ګوند سره د مذاکراتو په اړوند تراوسه پورې په رسمي توګه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی خو پاکستاني مطبوعاتو د سرچينو له قوله ویلي چې د وزیراعظم دفتر په شپږ بجې د تحریک انصاف سره د مذاکراتو خبره کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG