لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ د توشه خانې قضیې ودرولو دپاره د عمران خان خواست ختم کړی


عمران خان هغه وخت د خپلې نااهلۍ فېصلې ته په غبرګون کې ویلي وو، "د الېکشن کمېشن فېصله يو اړخيزه يا جانبداره ده او دوی يې پرضد عدالت ته ځي"، خو الېکشن کمېشن تل د عمران خان تورونه رد کړي دي
عمران خان هغه وخت د خپلې نااهلۍ فېصلې ته په غبرګون کې ویلي وو، "د الېکشن کمېشن فېصله يو اړخيزه يا جانبداره ده او دوی يې پرضد عدالت ته ځي"، خو الېکشن کمېشن تل د عمران خان تورونه رد کړي دي

د پاکستان سپريم کورټ د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د توشه خانې د قضيې ودرولو خواست ختم کړی دی. نن د سپريم کورټ جسټس يحیا اپريدي او جسټس مسرت هلالي د عمران خان په خواست اورېدنه کړې ده.

په اتمه جولايۍ د اسلام اباد سېشن عدالت عمران خان په ضد د توشه خانې قضيه د اورېدنې وړ ګرځولې وه.

د اسلام اباد د سېشن عدالت قاضي همايون دلاور د عمران خان په ضد د توشه خانې قضيه کې د فريقېنو دليلونه اورېدلي وو.

په څلورم جون د توشه خانې په قضيه کې د اسلام اباد هايکورټ اورېدنه کړې او قضيه یې بيرته سېشن عدالت ته لېږلې وه.

له دې وړاندې د اسلام اباد سېشن عدالت د توشه خانې قضيې په حواله د عمران خان خواست رد کړی وو په کوم کې چې ویل شوي وو دغه قضيه دې د اورېدو وړ ونه ګرځوي. سېشن عدالت په عمران خان فرد جرم لګولی وو.

توشه خانه د پاکستان د کابینې ډویژن هغه څانګه ده چرته چې پاکستاني چارواکو ته د بهرنيو هیوادونو څخه ورکړی شوې ډالۍ ایښودل کیږي.

د پاکستان الېکشن کمېشن تېر کال په 21 اکتوبر د عمران خان پرضد د توشه خانې د مقدمې فېصله اورولې او عمران خان يې نااهله ګرځولی وو.

د عمران خان په ضد دغه مقدمه د اګست په میاشت کې الېکشن کمېشن ته رسېدلې، او دا رېفرنس اوسني اتحادي حکومت جمع کړی وو.

په عمران خان تور لګول شوی وو چې د توشه خانې نه يې ډالۍ په ارزانه بيعه اخیستې يا خرڅې کړي دي، او بیا يې د هغې معلومات په الېکشن کمېشن کې نه وو ښکاره کړي.

پخواني وزیراعظم عمران خان که څه هم دا خبره منلې وه، یوه ډالۍ یې په نیم نرخ د توشه خانې څخه اخیستې خو ورسره یې دا هم ویلي وو دا د هغه خپله ډالۍ وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي.

عمران خان هغه وخت د خپلې نااهلۍ فېصلې ته په غبرګون کې ویلي وو، "د الېکشن کمېشن فېصله يو اړخيزه يا جانبداره ده او دوی يې پرضد عدالت ته ځي"، خو الېکشن کمېشن تل د عمران خان تورونه رد کړي دي.

د توشه خانې په قضیه کې د عمران خان ضد په اسلام اباد هايکورټ او سېشن عدالتونو کې قضیې روانې دي.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه نن په اورېدنه کې جسټس يحیا اپريدي ويلي په قضیه کې هايکورټ کومه فېصله نه ده اورولې که هايکورټ فېصله واوروي او چېلنج شي د هغې وروسته به بيا مناسبه حکم جاري کولی شي.

او بيا نوموړي جج ويلي هايي کورټ ته په دغه اړوند کوم حکم نه شي کولی او له دغې وروسته خواست ختم کړی شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG