د پاکستان سپريم کورټ په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو کې د انتخاباتو په اړوند د قضیې فېصله واوروله او حکم یې وکړو چې په 14مه مې دې په پنجاب صوبه کې انتخابات وکړی شي. عدالت ويلي د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د انتخاباتو معامله به ځانله کتل کيږي.
د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ بنچ يا ډلې نن فېصله واوروله او د الېکشن کمېشن د 22م مارچ فېصله کالعدم او غېر اييني وګرځوله.
سپریم کورټ په فېصله کې وويل الېکشن کمېشن چې د پنجاب اسمبلۍ د انتخاباتو دپاره د اتم اکتوبر کومه نېټه اعلان کړې وه دغه پرېکړه کول یې اييني واک نه وو، ايين او قانون الېکشن کمېشن ته د ټاکنو په نېټه کې د مودې غځولو واک نه ورکوي.
د مطبوعاتي راپورونو ترمخه سپریم کورټ په فېصله کې وويل د پنجاب اسمبلۍ د انتخاباتو دپاره دې کاغذات نامزدګي د لسم اپرېل پورې جمع کړی شي او د امېدوارانو ختمي فهرست دې د 19م اپرېل پورې جاري کړی شي او انتخابي نخښې دې په 20م اپرې جاري کړی شي.
سپريم کورټ مرکزي حکومت ته امر کړی چې په دغه لړ کې دې د الېکشن کمېشن سره پوره مرسته وکړي.
عدالت مرکزي حکومت ته حکم کړی چې د انتخاباتو دپاره دې الېکشن کمېشن ته لس اربه روپۍ ورکړي او ویلي یې دي که مرکزي حکومت دغه پېسې ور نه کړې په بل صورت کې به مناسب حکم جاري کړی شي.
سپريم په خېبرپښتونخوا کې د انتخاباتو په اړوند ویلي چې د هغې په اړه دې په مناسبه فورم بيا خواست وکړی شي، عدالت ويلي د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د انتخاباتو معامله به ځانله کتل کيږي.
الېکشن کمېشن په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې په اتم اکتوبر د انتخاباتو کولو اعلان کړی وو.
پاکستان تحریک انصاف ګوند د سپریم کورټ د فېصلې هرکلی کړی او شاه محمود قرېشي ویلي، عدالت نن نظريه ضرورت ښخه کړه اوس داسې کېدل پکار دي چې رڼې ټاکنې وشي.
خو بل لور ته د قانون مرکزي وزير، اعظم نذير تارړ د فېصلې په غبرګون کې ويلي د مسلې د حل دپاره فل کورټ يا پوره عدالت له کښېناستل پکار دي.
د الېکشن کمېشن لخوا د انتخاباتو وروسته کولو د قضيې اورېدنه د پينځه ججانو ډلې کوله چې پکې چيف جسټس عمر عطا بنديال، جسټس امين الدین، جسټس جمال مندوخېل، جسټس اعجازالاحسن او جسټس منيب اختر شامل وو.
خو وروسته دغه ډله دوه ځله ماته شوې اول ترې جسټس امين الدين جدا شوې او بيا جسټس جمال مندوخېل ترې هم د اورېدنې ډډې ته شوی وو.