لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سپریم کورټ د روانې سیاسي‌ لانجې په اړه نن پرېکړه کوي


د سپریم کوټ مخې ته د امنیتي ځواکونو شتون
د سپریم کوټ مخې ته د امنیتي ځواکونو شتون

تمه ده د پاکستان سپریم کورټ نن د پاکستان په وخت ماښام ۷:۳۰ (اووه نیمې) د وزیر اعظم عمران خان پر ضد په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ د تحریک ردولو او له هغې وروسته د اسمبلۍ ماتوله په اړه فیصله واوروي.

د پاکستان اپوزیشن ګوندونه د مرستیال سپیکر قاسم سوري لخوا د بې باورۍ تحریک ردول او بیا د وزیر اعظم لخوا د قامي اسمبلۍ ماتول غېر قانوني ګامونه بولي.

نن د روانې قضیې په پينځمه او وروستۍ ورځ، د سپریم کورټ د پینځه کسیزه قاضیانو عدالت د ټولو فریقونو د دلیلونو اورېدو په وخت ځېني مهمې خبرې هم کړي.

مشر قاضي عمر عطا بندیال ویلي، د دوی په نظر د اپرېل په درېمه د مرستیال سپیکر ګام غلط و.

بل قاضي جمال خان مندوخېل ویلي، د مرستیال سپيکر په حکم د هغه دستخط یا لاسلیک نشته. يو بل قاضي مظهر عالم میاخېل د حکومتي وکیل نه پوښتلي چې که په پارلېمان کې ایین یا اساسي قانون ماتېږي نو ایا دا به وزیر اعظم خوندي وساتي؟

حکومتي وکيل علي ظفر په ځواب کې ویلي چې اساسي قانون د ضوابطو سره سم خوندي ساتل پکار دي.

په روانه قضیه کې د اپوزېشن دلیل دا دی چې يو ځل د وزیر اعظم پر ضد د بې باورۍ يا عدم اعتماد تحریک وړاندې شي نو د اساسي قانون تر مخه به پرې هرو مرو رایې اچول کېږي او دا چې وزیر اعظم هم اسمبلی بیا نه شي ماتولی.

مرستیال سپیکر دغه تحریک ځکه رد کړی وو چې وايي، د تحریک شا ته بهرنی سازش دی.

عمران خان وروسته ویلي وو د حکومت ماتولو شا ته یې د امریکا لاس دی.

خو واشنګټن دغه تورونه رد کړي او وایي د پاکستان کورني سیاست کې هېڅ ګوتې نه وهي.

د پاکستان پوځ په دې ټوله لانجه کې ځان ته بې طرفه وايي خو اپوزۍشن پرون د پوځ دغه دریځ باندې شک څرګند کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG