لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سکاټ میلر: که طالبان تاوتریخوالی جاري وساتي باید د ځواب په تمه شي


میلر ویلي طالبان دې تاوتریخوالي کم کړي او که تاوتریخوالی جاري وساتي باید د ځواب په تمه شي.
میلر ویلي طالبان دې تاوتریخوالي کم کړي او که تاوتریخوالی جاري وساتي باید د ځواب په تمه شي.

په افغانستان کې د نېټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عومي قومندان جنرال سکاټ میلر ویلي که طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي یاده ډله له ځوابي عمل سره مخامخ کیدلی شي.

جنرل سکاټ میلر طالبانو ته دا خبرداری پرون د نهې یا سه شنبې په ورځ د افغانستان د پوځ ځانګړو ځواکونو د عملیاتو له قول اردو څخه د لیدنې پرمهال کړې ده او له طالبانو غوښتی چې دسولې رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي.

میلر وویل: "طالبان دې تاوتریخوالي کم کړي او که تاوتریخوالی جاري وساتي باید د ځواب په تمه شي. "

د افغان پوځ د ځانګړو ځواکونو له قول اردو څخه دلیدنې پرمهال چې دافغانستان دفاع وزارت سرپرست وزیراسدالله خالد هم شتون درلود ویلي افغان حکومت سولې ته ژمن او سوله یې کارله لومړیتوبونوڅخه ده.

خالد په هیواد کې د طالبانود بریدنو په تړاو له دې ډلې وغوښتل چې دافغان حکومت د سولې وړاندیز ته هرکلۍ ووايي.

دفاع سرپرست وزیرزیاته کړه دامهال افغان پوځ په فعال دفاعي حالت کې ده اوطالبانو ته یې د ګواښ په کولو سره وویل د دې ډلې هر ډول بریدونو ته به ځواب ورکړي.

د اسلامي هیوادونود همکاریوسازمان،د بښنې نړیوالې ادارې،ملګروملتونو،نېټوامریکا او افغان حکومت اود افغانستان خلکو له طالبانوله طالبانو غوښتي و چې د روژې میاشت په احترام دې تاوتریخوالي کم او اوربند وکړي خوطالبانو یې غوښتنه رد کړې ده.

داپه داسې حال ده چې د امریکا اوطالبانو ترمنځ دسولې موافقې ترلاس لیک وروسته په لومړي ځل په کابل ولایت کې نن دچهارشنبې په ورځ ځانمرګی برید ترسره شو.

افغان چارواکو ویلي په دې ځانمرګي برید کې۳ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۱۵ نورټپیان شوي دي.

د دې برید مسئولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

له ډيوې سره په خبرو کې دافغانستان دمشرانو جرګې غړی اودسولې عالی شوراپخوانی مرستیال مولوی عطاالله لودین وايي په افغانستان کې دجګړو دوام او په هغې کې د افغان لس وژنه دټولو اسلامي اصولو خلاف عمل دی.

هغه وویل: " د جګړودوام، د خلکو وژل اوهغوی ته زیان رسول دا یوناجاییزه کار دی اوخصوصاد روژې په دې مبارکو ورځو اود کرونا په دې لوی افت کې چې دنړۍ په څیر افانستان هم ورڅخه کړیږي په دغسې حالت کې د حملوکول زمونږدشریعت اود ټولوقوا نینوپرضد دي. "

دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو مرستندویې ادارې د دوشنبې په ورځ په خپل راپور کې ویلي و د رون میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې دجګړوله امله د ښځو اوماشومانو په ګډون ۵۳۳ تنه ولسي خلک وژل شوي او۷۶۰ نورټپیان دي.

یوناما ادارې په افغانستان کې د جګړې له ټولو ښکیلو خواوو څخه په خپل راپورکې غوښتي و چې د تاوتریخوالۍ کم کړي اودسولې دخبرو لپاره یې داوربند په رامنځته کیدو ټینګارکړی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG