د امریکې په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په جلسه کې د ناکامه قاتلانه حملې وروسته د امنیتي ادارې سيکرېټ سروس مشرې خپلې چوکۍ نه د مستعفي کېدو اعلان کړی دی.
کېمبرلي چیټل خپلې عملې ته په یو اېمېل کې د مستعفي کېدو خبر ورکړو.
سيکرېټ سروس د موجوده او پخوانیو صدرانو د تحفظ حکومتي اداره ده.
په ټرمپ د حملې وروسته د سيکرېټ سروس په اړه دې پوښتنو زور نیولی چې دا اداره څنګه په خپل بنیادي مشن (مرام) کې ناکامه شوه؟
ټرمپ په یوه سیاسي جلسه کې وېنا کوله چې حمله پې وشوه او په غوږ زخمي شو.
چيټل د ۲۰۲۲ راهسې د سيکرېټ سروس د ډرېکټرې یا مشرې په حېث کار کولو او په ټرمپ د حملې وروسته دا غوښتنې زیاتې شوې وې چې هغه دې د خپلې چوکۍ څخه استعفا ورکړي.
خپلې عملې ته ایمېل کې شيټل وویل هغه په سېکیورټي کې د کمزورۍ ټوله ذمه واري قبولوي. هغې زیاته کړه چې د وروستیو واقعاتو په رڼا کې يې په دروند زړه دا مشکله فېصله کړې د ډرېکټرې عهده به پرېږدي.
په ټرمپ حمله کې ککړ ۲۰ کلن تامس مېتیو کروکس د ۱۳۵ مېټرو د فاصلې نه په پخواني صدر ډزې وکړې.
کروکس د امنیتي چارواکو وژلی دی. په ټرمپ حمله د دې باوجود شوې چې د هغه ژوند ته د ایران دلاسه خطر دی.
Forum