لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وړو صوبو ته دپورونو ورکولو په اړه دسټیټ بینک ترمیمي قانوني مسوده دسینیټ نه منظور کړل شوه


د پاکستان لوړ ایوان سینیټ په 16 دسمبر د حکومت د مخالفت باوجود د سټیټ بینک آف پاکستان اییني ترمیمي بل منظور کړی
د پاکستان لوړ ایوان سینیټ په 16 دسمبر د حکومت د مخالفت باوجود د سټیټ بینک آف پاکستان اییني ترمیمي بل منظور کړی

د پاکستان په لوړ ایوان سینیټ کې د سټیټ بینک ترمیمي بل له منظوریدو وروسته په خیبر پښتونخوا کې وړو سوداګرو ددې هرکلی کړی او وایي چې بیا هم کمرشل بینکونه هغوی ته په قرضو ترلاسه کولو کې مشکلات پیدا کولی شی او باید چې مرکزي حکومت او بینک دغه قانون عملي کړي.

کارخانه دار وایي هر کال دخیبر پښتونخوا بینکونو کې د 900 نه تر 1000 اربو پورې روپی جمع کیږي خو هغه رقم بیا په نورو صوبو کې کارول کیږي او هم ددې له امله په خیبر پښتونخوا کې صنعتی پرمختیا نه کیږي.

د ال پاکستان ماربل ایسوسي ایشن چیرمین اصغر خان اتمانخیل د پاکستان د لوړ ایوان سینیټ نه د سټیټ بینک دقرضو ورکولو د ترمیمي قانون دمنظوریدو هرکلی کړی او ویلي یې دي په خیبر پښتونخوا کې په دې وجه هم صنعتي پرمختیا نه کیږي چی د صوبې کارخانه دارو ته د کمرشل بینکونو له خوا قرضې په ګرانو شرطونو ترلاسه کیږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي په خیبر پښتونخوا کې د 900 نه تر 1000 اربو روپو پوری په بینکونو کې ایښودل کیږي خو بیا د قرضو زیاته برخه په غټو صوبو کې کارول کیږي.

اصغر خان وایي که دغه د مرکزي بینک اییني ترمیم عملي کړی شي نو وړې صوبې به هم صنعتي پرمختیا وکړي او ځوانانو ته به د روزګار موقعې هم په لاس ورشي.

"د بینکونو دا پالیسي ده چې په خیبر پښتونخوا کې قرضې نه ترلاسه کیږي نو بیا دلته پانګونې نه کیږي دا د نړۍ اصول دي چي د 20نه تر 30 فیصدو پورې سرمایه به ستا وي او نوره به د بینکونو نه اخلې"

هغه وایي د قانون باوجود دا ستونزې به وي تر څو چې دغه قانون عملي کړی شوی نه وي.

د پاکستان لوړ ایوان سینیټ په 16 دسمبر د حکومت د مخالفت باوجود د سټیټ بینک آف پاکستان اییني ترمیمي بل منظور کړی.

په سینیټ کې په دې قانون د بحث په وخت دا خبره مخې ته راغلې چې په ټول هیواد کې وړو صوبو خیبر پښتونخوا او بلوچستان ته د ملکي تجارتي قرضو 1.35 فیصدي برخه د بینکونو له لوري ورکړی کیږي او 98.65 فیصدي قرضې پنجاب او سیند صوبو کې کارول کیږي.

سینیټ ته ویل شوي وو چی 85 فیصدي قرضې د پاکستان په 9 ښارونو کی ورکول کیږي، په سینیټ کې د پاکستان دمملکت دخزانې وزیرې عایشه غوث پاشا صوبو ته د قرضو ورکولو مرسته کړې وه خو د اییني ترمیم مخالفت یې کړ و.

په خیبر پښتونخوا کی د سنګ مرمرو او درنګونو د اتحادیې صوبایي مشر سجاد احمد وایي دا وخت په صوبه کې 80 صنعتونه د توانایې د زیاتو بیعو او ټيکسونو د زیاتوالي له وجې بند شوي دي خو مرکزي حکومت دې ستونزو ته پام نه کوي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي په قرضونو کې د مشکلاتو له وجې صنعتونه د ملک نورو صوبو ته منتقل کیږي او د صوبې ځوانان بیا نورو صوبو ته مزدورو له ځي .

"د تجارتي خلکو په غټه کچه په بینکونو کی پیسې پرتې وي خو بینکونه بیا دوي ته قرضی نه ورکوي صوبایي حکومت د نن نه درې کاله وړاندې د سود نه بغیر د قرضو سکيم هم منظور کړی و خو هغه عملی نه کړی شو ځکه چې د خیبر بینک سره د قرضو دپاره پیسې نه وي"

د خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې مختلف صنعتي مرکزونه هم اعلان کړي دي او د صنعتي پرمختیا دپاره یې په اسانو شرطونو کاروباریانو لپاره د قرضو سکيم راوړی و خو د مرکزي بینک له خوا د پیسو نه ترلاسه کیدو له وجې هغه سکيم نه دی عملی شوی.

سوداګر وایي د سټیټ بینک د اییني ترمیم وروسته مرکزي حکومت د صوبې په بینکونو کې د جمع شوي رقم د60 فیصدي برخې کاروباریانو ته په قرضو ورکولو سلا شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG