لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ستانکزی: ښځې بايد په افغانستان کې په هره برخه کې فعاله ونډه ولري


ستانکزي ویلي، "دا هیواد به خوېندې او وروڼه جوړوي په دې کې به نارينه يواځې کار نه کوي، نيم قشر د افغانستان ښځې دي، ښځې د پامه نشي غورځول کېدی بايد ښځې د افغانستان په بيا ودانولو کې، په سياست کې، د افغانستان په هره برخه کې په اقتصاد کې رغنده فعاله ونډه ولري"
ستانکزي ویلي، "دا هیواد به خوېندې او وروڼه جوړوي په دې کې به نارينه يواځې کار نه کوي، نيم قشر د افغانستان ښځې دي، ښځې د پامه نشي غورځول کېدی بايد ښځې د افغانستان په بيا ودانولو کې، په سياست کې، د افغانستان په هره برخه کې په اقتصاد کې رغنده فعاله ونډه ولري"

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي ويلي ښځې بايد د افغانستان په سياست، اقتصاد او د ژوند په هره برخه کې فعاله ونډه ولري.

نوموړي دغه خبره په کابل کې د ښځو د يوې دستورې د پرانستې په مهال کړې ده.

هغه ويلي، "که دا ملک مونږ جوړ نه کړو دا به څوک نه جوړوي، د نوموړي په خبره دا ملک به په خپله ټول افغانان جوړوي".

ستانکزي ویلي، "دا هیواد به خوېندې او وروڼه جوړوي په دې کې به نارينه يواځې کار نه کوي، نيم قشر د افغانستان ښځې دي، ښځې د پامه نشي غورځول کېدی بايد ښځې د افغانستان په بيا ودانولو کې، په سياست کې، د افغانستان په هره برخه کې په اقتصاد کې رغنده فعاله ونډه ولري".

نوموړي زياته کړې، "مونږ د شريعت ترمخه د نارينه او ښځو وړو او سپي ږيرو ټولو حقونو ته ژمن يُو".

د مې په مياشت کې هم نوموړي يوې غونډې ته په وينا کې ويلي وو، "ښځو ته په افغانستان کې شرعي حقوق نه دي ورکړل شوی بايد چې ښځو ته د تعلیم حق ورکړل شي".

ستانکزي ويلي وو، ښځو ته په افغانستان کې "د تعليم حق چا نه دی ورکړی، تعلیم نن شته په افغانستان کې، خو کما حقه (چې کوم حق دی هغه نشته)، ور دې کول شي کنه حق، دا ښځې به اسلام او شريعت چرته زده کوي، خو په مدرسه او مکتب کې به يې زده کوي کنه".

که څه هم ستانکزي وړاندې ښځو ته د تعليم او اوس په هره برخه کې د فعاله ونډې خبره کړې او په وروستيو کې د طالبانو د [عالمانو د شورا مشر] فقیر الله فایق ويلي، چې زر به د جينکو سکولونه پرانستل شي او له دغې وړاندې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده ويلي چې د جينکو د مکاتبو د شروع کېدو مخالف دي.

خو په افغانستان کې د تېر کال اګست د مياشتې راهسې چې طالبان په واک کې راغلي د شپږم ټولګي نه بره جينکو دپاره تعليمي ادارې تړلې پاتې دي.

د طالبانو حکومت په 23 مارچ د هلکانو او جينکو دپاره د ثانوي تعلیم دپاره سکولونه پرانستي خو لا چې درسونه پېل شوي نه وو، د طالبانو حکومت امر کړی وو چې د شپږم ټولګي نه بره جينکۍ دې بیرته کورونو ته ولېږل شي.

امریکې، ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو هيوادونو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او د طالبانو نه يې غوښتي وو چې دغه پرېکړه بيرته واخلي او جينکو ته د تعلیم اجازه ورکړي.

امریکې د مارچ په میاشت کې د طالبانو د حکومت لخوا د شپږم ټولګي نه بره د جينکو په زده کړو د بندېز وروسته خبرې ودرولې وې.

تيره مياشت د ملګرو ملتونو امنيتي شورا [سلامتي کونسل] د طالبانو نه غوښتي وو چې هغه پاليسياني پرېږدي کومو چې د بشري حقونو او د افغان ښځو او جينکو بنيادي ازادي محدوده کړې، او کومې چې بشري، اقتصادي، د بشري حقونو او ټولنيز بحران سېوا کوي او په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات هدف کمزوری کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG