لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سویډن کې قران د سوځول کېدو په سر د تشدد نه ډک احتجاجونه شوي 


احتجاجونو کې د زیارت، پنجشنبې، د ورځې راهسې تشدد شوی دی او د ای اېف پي ترمخه پولیس د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو خبري کانفرنس کې وویل چې په تشدد کې 26 پولیس او 14 ملکي کسان زخمیان شوي دي. تر شلو پورې د پویس موټرې سوځول شوي او یا ورته زیان رسوول شوی دی
احتجاجونو کې د زیارت، پنجشنبې، د ورځې راهسې تشدد شوی دی او د ای اېف پي ترمخه پولیس د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو خبري کانفرنس کې وویل چې په تشدد کې 26 پولیس او 14 ملکي کسان زخمیان شوي دي. تر شلو پورې د پویس موټرې سوځول شوي او یا ورته زیان رسوول شوی دی

په سویډن کې د ښي لاس سیاسي ډلې دلاسه د قران د سوځول کېدو په سر د تېرو څو ورځو راهسې اړی ګړی راپارېدلی دی چې پکې د 40 نه زیات کسان زخمیان شوي دي او ای اېف پي خبري ادارې ویلي د مسلمانانو ګڼ شمېر ملکونو د خپل مقدس کتاب په سوځول کېدو احتجاجونه کړي دي.

احتجاجونو کې د زیارت، پنجشنبې، د ورځې راهسې تشدد شوی دی او د ای اېف پي ترمخه پولیس د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو خبري کانفرنس کې وویل چې په تشدد کې 26 پولیس او 14 ملکي کسان زخمیان شوي دي. تر شلو پورې د پویس موټرې سوځول شوي او یا ورته زیان رسوول شوی دی.

پولیس ویلي د احتجاجونو په لړ کې 26 کسان یې ګرفتار کړي دي.

د ګڼ شمېر مسلمانانو ملکونو چارواکو د هغه اقدام غندنه کړې ده چې په نتیجه کې پرتشدد احتجاجونه راپارېدلي دي.

د ای اېف پي خبري ادارې رپورټ وايي د ښي لاس سخت دریځې "هارډ لاین" نومې ډلې مشر رېسموس پېلوډان چې د مهاجرت او د اسلام مخالفت کوي د قران سوځولو کېمپېن شروع کړی دی.

د ای اېف پي خبري ادارې رپورټ وايي د ښي لاس سخت دریځې "هارډ لاین" نومې ډلې مشر رېسموس پېلوډان چې د مهاجرت او د اسلام مخالفت کوي د قران سوځولو کېمپېن شروع کړی دی
د ای اېف پي خبري ادارې رپورټ وايي د ښي لاس سخت دریځې "هارډ لاین" نومې ډلې مشر رېسموس پېلوډان چې د مهاجرت او د اسلام مخالفت کوي د قران سوځولو کېمپېن شروع کړی دی

د رپورټ ترمخه پېلوډان د سپېټمبر په میاشت کې کېدونکو انتخاباتو کې ودرېدل غواړي او د ووټونو دپاره د حمایت ترلاسه کولو په غرض یې د سویډن د هغو ښارونو دوره شروع کړې ده چې د مسلمانانو زیاته ابادي لري او اراده لري چې هلته به قران ته اورونه اچوي. دا په داسې مهال چې د روژې میاشت هم شروع شوي ده.

ای اېف پي وايي پېلوډان خو په انتخاباتو کې د ودرېدو اراده لري خو په موجوده وخت کې یې د حمایتیانو په دومره شمیره کې دستخطونه دي ترلاسه کړي چې دا خبره یقیني کړي چې هغه په ووټونو کې برخه اخیستلی شي او هم که نا؟

پوليس ویلي د احتجاجونو په مهال پولیس افسران په خصوصي توګه په هدف شوي دي او د پولیس یو چارواکي ویلي په تشدد کې ککړو کسانو د پولیس افسرانو د وژلو کوښښ کولو.

د پولیس مشر اېنډرېس تورنبرګ د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې مجرمان د حالاتو نه ګټه پورته کوي، معاشرې ته تشدد ښښي او د احتجاجونو سره څه تړون نه لري.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د نهې، سه شنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل چې د پاکستان ولس په هالینډ او سویډن کې د "اسلاموفوبیا" یا اسلام نه د نفرت ورستیو پېښو ځورولي دي.

د عراق خارجه وزارت د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل به بغداد کې د سویډن ناظم الامور د احتجاج دپاره خارجه وزارت ته بلل شوی و.

د سعودي عرب حکومتي خبري ادارې وویل سعودي عرب په سویډن کې د مسلمانو خلاف د ځینو سخت دریځو د راپارونو غندنه کړې ده.

د ترکي خارجه وزارت وویل د "راپارونې او د اسلاموفوبیا په مخنيوي کې د رای د ازادۍ په شا د ځنډ غندنه کوي."

د ایران سرښار تهران کې د سویډن د سفارتخانې مخې ته ځینو کسانو احتجاج کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG