امریکایي چارواکي وايي چې پرون له باران وروسته د شدیدو طوفانونو له کبله د دغه هېواد په ځینو ایالتونو کې لږ تر لږه 22 کسان مړه شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي. په دغو طوفانونو کې سلګونه کورونه او ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.
چارواکي وايي په ارکنساس ایالت کې اته کسان، په ټیکساس کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه کسان، په کېنټاکي ایالت کې پینځه کسان او په اوکلاهوما ایالت کې دوه تنه مړه شوي دي.
د امریکا د هوا پېژندنې اداره وايي د اب او هوا حالت ښه نه دی او دوی په جورجیا، جنوبي کېرولاینا، اوهایو او ټینېسي کې د شدیدو طوفانونو د ورتک خبرداری هم ورکړی دی.
چارواکي وایي دغو طوفانونو د امریکې د ټیکساس او اوکلاهوما ایالتونه ځپلي دي او په زرګونو کسانو یې بجلۍ بنده کړې ده.
وايي طوفانونه د تېرې شنبې- خالي په شپه پیل شول او ورسره مل بادونه دومره تېز وو چې یو شمېر موټر یې په بل مخ واړول او د ډلس ښار ته نیژدې یې یوه لار هم زیانمنه کړه.
د چارواکو په وینا د ټیکساس په ډنټن ضلع کې یو شمېر کسان ژوبل شوي چې په امبولنسونو او هیلیکاپټرو کې روغتونونو ته وړل شوي، خو لا یې کره شمېر معلموم نه دی.
د ټیکساس په کوک سیمه کې یو پولیس چارواکي رای ساپینګټن اې پي خبري ایجنسۍ ته ویلي چې پینځه تنه مړه شوي دي چې درې یې د یوې کورنۍ غړي دي. هغه وویل: "موږ د پینځو کسانو مړینه تاییدوو، خو له بده مرغه کېدای شي شمېر یې زیات شي".
په ځینو سیمو کې د باد رفتار په یو ساعت کې 46 کیلومیټره ښودل شوی وو، چې یو شمېر کورونه یې زیانمن کړي، د د بجلۍ تارونه یې پرې کړې، موټر یې چپه کړي او ونې یې غورځولې دي.
په تېره اپریل میاشت کې هم په امریکا کې طوفانونه او بوړبوکۍ تر معمول 24 فیصده زیات وو او په ځینو سیمو کې هوا هم په بیساري ډول ګرمه ښودل شوې. د موسمیاتو ادارې د اټکل په بنیاد دا خطر شته چې دا طوفان او باران د شمالي کېرولاینا او ویرجینا په لوري حرکت وکړي.
Forum