لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شاهد افريدي نه ورستو د کرکټ بل ستوری شاهين افریدی


د افغانستان د پلې سره جوخت د خېبر درې په لمن کې د زیږېدلي ٦.٦ فوټه لوړ ، ١٧ کلن شاهين شاه افريدي یارکرې، او بونسری د کرکټ د مينه والو په وجود غونی ودروي.

د ١٩ کلنو څخه کم عمر کرکټ نړيوال کپ کې چې شاهين بال واخلي نو د بېټسمین په تندي نرۍ خُله روانه شي. د کرِکبِز ليکونکی گورو جوشي وايي شاهين د پاکستان ميچل سټارک دی.

شاهين په ٩٠ ميل د یوې گینټې په رفتار سره بال کوونکی او په کيڼ لاس بیټ وهونکې نوې ځلمی ال راونډر دی.

هغه تر اوسه په دوه فرسټ کلاس لوبو کې ١١ وکټونه اخستي دي.

د هغه یو ورور ریاض افريدي هم د پاکستان د لوبډلې د پاره یو ټیسټ لوبه کړې ده.

د پاکستان د کرکټ د پوهانو خیال دی د شاهين قد، رفتار او انداز د سپر سټار لوبغاړي دي او په اینده کې هغه د پاکستان په قامي لوبډله کې د لوبې کولو ښکاره امکانات دي.

د شاهين څخه د مخه د خیبر یو بل افريدي شاهد خان هم د کرکټ په میدان کې لوی نوم گټلی دی او خلق یې د بوم بوم افريدي په نوم پیژني.

گورو چې د خیبر شاهين له د کرکټ پنډتان څه خطاب ورکوي خو شا هين خو شاهين وي که د غرونو په سرونو کې الوځي او که د کرکټ په میدانونو کې لوبې کوي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Recommended

XS
SM
MD
LG