لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نوي ټاکل شوي وزیراعظم شهباز شریف ته ورپېښ اقتصادي چېلنجونو


د پاکستان نوی ټاکل شوی وزیراعظم شهباز شریف په یو داسې وخت په واک کې راغلی چې ملک د ګرانۍ، بې روزګارۍ او بهرنیو قرضو د بوج لاندې دی او د نوموړي حکومت به په اقتصادي مېدان کې د یو شمېر چېلنجونو سره مخ وي.

نن د پاکستان مرکزي بېنک ګورنر رضا باقر بلومبرګ خبري‌ ادارې سره په یو مرکه کې وېلي دوي په دې باوري دي چې ډېر زر به د آي اېم اېف نه د 6 ارب ډالره قرض پروګرام لاندې راتلونکي قسط لپاره پاکستان ته اېښودل شوي شرطونه پوره کولو په اړه د یو ښه خبر اعلان وکړي.‌

نوموړي وېلي د آي اېم اېف لخوا د تېلو او بجلۍ نرخونو زیاتولو په شمول ځنې سخت شرطونه کومه نوې خبره نه ده کومې چې به د پاکستان په اوسني سیاسي حالاتو کې د یو حکومت لپاره ګرانې فېصلې وي.

پاکستان کې د روانې ګرانۍ په وخت د تېلو او بجلۍ په نرخونو کې زیاتوالی به د وزیراعظم شهباز شریف لپاره یو چېلنج وي. د تېلو او بجلۍ په نرخونو کې زیاتوالی اکثر سیاسي مخالف ګوندونه د حکومت خلاف د سیاسي نعرو په توګه استعمالوي.

د نړیوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف لخوا پاکستان ته د قرض ورکولو پروګرام کې وروستوالی به د پاکستان په زرمبادله او د روپۍ په قدر باندې دباو په ځاې وساتي. د پاکستاني روپۍ قدر په تېرو دوه میاشتو کې 8 فیصده ښکته شوی او په روان مالي کال کې تراوسه پورې پاکستاني‌ کرنسي 20 فیصده ښکته شوې.

د پاکستان مرکزي بېنک سټېټ بېنک آف پاکستان د تېر زیارت په ورځ‌ ورکړې شمېره کې وېلي‌ د مرکزي بېنک بهرنۍ زرمبادله کې د هفتې یا اوونۍ په حساب 6.04 فیصد یا 728 ملین ډالره کمی راغلی چې د 12 ارب ډالر نه 11.32 ارب ډالر ته راکمې شوي. د تېرکال جولايي میاشت کې د پاکستان بهرنۍ زرمبادله ذخیرې 18.9 ارب ډالره وې.

آي اېم اېف دا وخت د 6 ارب ډالره قرض پروګرام لاندې پاکستان ته د 3 ارب ډالره قرض د قسط ورکولو جاج اخلي. د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان څو ورځې وړاندې په یو رپورټ کې وېلي وو د پاکستاني چارواکو او آي اېم ایف ترمنځ‌ خبرې اترې د ځنډ ښکار دي.

د پاکستان مرکزي بېنک په ملک کې د ګرانۍ کنټرول کولو لپاره د اپرېل په 7مه نېټه د سود شرح 2.50 فیصده زیاتوالی کړی چې ورسره په مجموعي توګه باندې د سود شرح د 9.75 فیصد نه 12.25 فیصد ته رسېدلې.

د پاکستان د شماریاتو ادارې ترمخه د مارچ په میاشت کې د ګرانۍ شرح 12.7 فیصد ته رسېدلې. د دې وړاندې د فرورۍ په میاشت کې د ګرانۍ شرح 12.2 فیصد رېکارډ کړی شوې وه. ګراني د ټولې نړۍ لپاره دا وخت یو چېلنج جوړ شوی خو په پاکستان کې د خلکو د وس طاقت لاندې د ګرانۍ شرح د نورو ملکونو په نسبت زیاته ده.

د روان مالي‌ کال جولايي نه تر فرورۍ میاشت پورې د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره د 12 ارب ډالر نه زیاته شوې.‌ ددې وړاندې تېرکال هم په دغه هومره موده کې د پاکستان کرنټ اکاونټ یو ارب ډالره سرپلس یعنې زیات وو.

د پاکستان یو اقتصاد پوهه مصطفا پاشا د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټریبیون کې لیکلي یومقاله کې وايي‌ که چرته پاکستان د خپلو بهرنیو قرضو بیا واپس کول د میاشتو لپاره وروستو کړي نو بیا به هم پاکستان له د زرمبادله ذخیرو په خپل ځاې ساتلو لپاره هرمیاشت یو ارب ډالره پکار وي. نوموړی وايي‌ راتلونکی بجټ کې به د ملک کمزوري اقتصاد مضبوطولو لپاره د حکومتي خرچو کمولو په شمول سخت ګامونه پورته کول وي او حکومت له به د ټېکسونو زیاتول او سبسډیز یا حکومتي مراعات بېرته اخستل وي.

نړۍ کې د ملکونو او کمپنو د قرض اخستو اعتبار او مالي حېثیت څېړونکې امریکايي ادارې،‌ موډیز څو ورځې وړاندې په خپل یو رپورټ کې وېلي دوي امکان ویني چې د روان کال جون په میاشت کې ختمیدونکي مالي کال آخر پورې به د پاکستان کرنټ اکاونټ‌ خساره د ملک مجموعي‌ امدن یا جي ډي پي د 5 نه تر 6 فیصده پورې زیاته شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG