لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: د امریکې ټېکسس ریاست په سکول کې ۲۱ کسان په ډزو وژل شوي


د ټېکسس د ولډي ښار په اېلېمېنټري سکول کې د نهې، سه شنبې، په ورځ ډزو کې په وژل شویو کسانو کې ۱۹ ماشومان او دوه د لوی عمر کسان شامل دي
د ټېکسس د ولډي ښار په اېلېمېنټري سکول کې د نهې، سه شنبې، په ورځ ډزو کې په وژل شویو کسانو کې ۱۹ ماشومان او دوه د لوی عمر کسان شامل دي

د امريکې د جنوب مغربي ریاست ټېکسس په یو سکول کې د ۱۸ کلن وسله وال په ډزو د وژل شویو کسانو شمېره ۲۱ ته رسېدلې ده، حمله کوونکی وژل شوی او صدر جوبایډن په وسلو د بندیزونو زیاتولو غوښتنه کړې ده.

د ټېکسس د ولډي ښار په اېلېمېنټري سکول کې د نهې، سه شنبې، په ورځ ډزو کې په وژل شویو کسانو کې ۱۹ ماشومان او دوه د لوی عمر کسان شامل دي.

د چارواکو په وېنا مسلح تن په سکول د حملې نه وړاندې خپله نیا هم په ډزو ووژله. مامورینو په پېښه کې لومړی د کمو کسانو د وژل کېد خبر ورکړی وږ.

د ټېکسس ګورنر ټېډ اېبټ په سکول د حمله کوونکي شناخت د سالوېډور راموس په نوم وکړو.

صدر بایډن او د هغه مېرمن جېل بایډن د ټېکسس په سکول په حمله د غمرازۍ څرګندونه وکړه او ويې وېل پکار ده چې د وسلو په ترلاسه کولو د قدغنونو زیاتولو په لړ کې عملي ګامونه پورته کړی شي.

د اېشيايي ملکونو د دورې نه د ستنېدو وروسته، صدر بایډن د وایټ هاوس نه د ټېکسس د پېښې په اړه وېنا وکړه او پوښتنه یې وکړه د خدای دپاره مونږ به کله د ټوپکو د پلویان په ضد ودرېږوو؟

د اقوام متحده سېکرېټري جنرل اېنټونیو ګوټېرېس د ټېکسس په سکول په حمله خفګان څرګند کړو او هغه وویل تر ټولو زیاته زړه دردوونکي خبره دا ده چې په حمله کې زیاتره ماشومان وژل شوي دي.

د ټېکسس په سکول حمله په وروستي کلونو کې په امریکا کې د قتل عام ورستۍ خونړۍ پېښه ده.

په کال ۲۰۱۲ کې د کنېټيکټ ریاست د نیو ټاون کلي په سېنډي هوک اېلېمېنټري سکول کې د ډزو په پېښه کې ۲۶ کسان وژل شوي دي، چې ۲۰ پکې ماشومان وو.

په تېرو پېنځو کلونو کې په ټېکسس ریاست کې د قتل عام ګڼ شمېر پېښې شوي دي.

په ۲۰۱۹ کې د ټېکسس د الپېسو ښار په یو دوکان کې د نسل پرستۍ په بنیاد شوي حمله کې ۲۳ کسان ووژل شوو.

په ۲۰۱۸ کې د ټېکسس په یوه کليسا کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ د عبادت په مهال یو وسله وال ډزې وکړې او د ۲۴ نه زیات کسان يې ووژل.

په ټېکسس کې د زدکوونکو د وژل کېدو نه علاوه بل ۱۸ کلن د سکول طالب علم د ورجینیا ریاست په الېګزېنډریا ښار کې ووژل شو.

د ډېلي ډي اېم وي ډاټ کام وېب پاڼې ترمخه، دغه طالب علم د زدکوونکو د دوو ډلو په جګړه کې په چاړه زخمي شوی و چې وروسته یې په هسپتال کې ساه ورکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG