د تای لېنډ د سرښار بېنګکاک په یو لوی شاپنګ مال کې د نهې، سه شنبې په ماسپښین په ډزو کې دوه کسان وژل شوي دي.
پولیس وايي په ډزو کې مشکوک تن ګرفتار کړی شوی دی.
ډزې د بېنګکاک په سيام پېراګان نومې مال کې شوي چې د ښار تر ټولو لوی مال دی او د قیمتي څيزونو د دوکانونو دپاره مشهور دی.
پولیس ترجمان خبریالانو ته وویل چې په مال کې حالات په قابو کې دي. په مال کې د فېشن ګران بېعه شیان او قیمتي موټرې هم خرڅېږي، یوه سنېما او یو لوي هوټل هم لري.
په شاپنګ مال کې ډزې په داسې حال کې شوي چې د تای لېنډ خلک د تېر کال د اکتوبر په شپږمه نېټه په یو سکول کې د ډزو او چاړې په حمله کې د وژل شویو ۳۶ کسانو په یاد کې د دستورو تیاری کوي.
په ۲۰۲۰ کې د تای لېنډ یو پوځي د نکون راچاسيما ښار په شاپنګ مال کې ډزې شروع کړې چې په کې ۲۹ کسان ووژل شوو. امنیتي ځواکونو حمله کوونکی ۱۶ ګنټې وروسته ووژلو.
د بېنګکاک په شاپنګ مال کې دوه تنه په ډزو وژل شوي

واشنګټن (ای پي) —
1
Forum