د امریکې د کېلېفورنیا ریاست يه یوه ګرجا یا کلیسا کې د یو مسلح حمله کوونکي په ډزو يو تن وژل شوی او د زیات عمر پېنځه نور تنان زخمیان شوي دي.
اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې په خپل رپورټ کې ویلي د اتوار، يکشنبې، په ورځ په کلیسا کې ډزې د غرمې د ډوډۍ د دعوت په موقع وکړې.
د رپورټ ترمخه پولیس ویلي د لګونه ووډز نومې ښار په ګرجا کې د ډزو وروسته حمله کوونکی خلکو ونیولو او دواړه لاس او پښې یې ورته یوځای وتړل.
د حمله کوونکي تن په اړه پولیس ویلي چې ۶۰ کلن اېشیايي نژاد کس دی او دوه تماچې ترې پولیس اخیستلي دي. دا لا نه ده معلومه چې مسلح تن په چرچ حمله ولې کړې وه.
په زخمیانو کې د ۶۶، ۷۵، ۸۲ او ۹۲ عمرونو څلور سړي او ۸۶ کلنه مېرمن شامله ده.
د کېلېفورنیا په ګرجا کې د ډزو نه یوه ورځ وړاندې د نیويارک ریاست د بفېلو ښار په یو سپر مارکېټ کې د ۱۸ کلن حمله کوونکي په ډزو لس کسان ووژل شوو.