لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ختیځ یوکراېن کې په یوه چیک پوسته ډزو کې څلور کسان وژل شوي


د یوکراېن وزیر اعظم یتسینېوک واېي د روسیانو خپل هیواد دی او زمونږ خپل. که چرې روس زمونږ نه لاس واخلي. نو مونږ به یو متحد، خودمختاره او آزاد هیواد پاتې شو
د یوکراېن وزیر اعظم یتسینېوک واېي د روسیانو خپل هیواد دی او زمونږ خپل. که چرې روس زمونږ نه لاس واخلي. نو مونږ به یو متحد، خودمختاره او آزاد هیواد پاتې شو
د ختیځ یوکراېن نه راغلي رپورټونه واېي نامعلومه وسله والو د روس پلوه مظاهرچیانو د قبضې لاندی یوه چېک پوسته ډزو کې څلورکسان وژلي.د یوکراېن داخله وزارت لا تر اوسه پورې په سلونڅک ښارګوټي کې د اتوار په ورځ وختي شوي دغه برید پخلې نه دی کړی. سلونڅک ښار ګوټې د روس پلوه وسله والو د قبضې لاندې دی. دغه برید پداسې وخت شوی چې د یوکراېن حکومت د عیسایانو مذهبي تهوار ایسټر په محال د روس پلوه مظاهرچیانو پرضد عملیاتو یا آپریشن اودرولو اعلان کړی وو.

د اتوار د ورځې دغه برید د زیارت په ورځ د روس، یوکراېن، امریکا او اروپاېي اتحاد تر مینځه شوې لوظنامه هم د اندیښنو سره مخ کړیده. پدغه لوظنامه کې د یوکراېن ختیځ سیمو کې د قرارۍ راوستو لپاره د روس پلوه مظاهرچیانو د بې وسلې کولو غوښتنه شوې وه.
چې د یوکراېن حکومت د عیسایانو مذهبي تهوار ایسټر په محال د روس پلوه مظاهرچیانو پرضد عملیاتو یا آپریشن اودرولو اعلان کړی وو
چې د یوکراېن حکومت د عیسایانو مذهبي تهوار ایسټر په محال د روس پلوه مظاهرچیانو پرضد عملیاتو یا آپریشن اودرولو اعلان کړی وو

د روس او یوکراېن چارواکي د اتوار د ورځې د ډزو د پیښۍ او په ختیځ یوکراېن کې د اړي ګړي سوا کولو تورونه په یو بل لګوي. د یوکراېن وزیر اعظم ارسینې یتسینېوک د امریکا این.بي.سي. ټي وي (میټ دي پریس) پروګرام کې د خبرو په وخت وېلي د روس صدر ولادي میر پوټن دا یو خوب دی چې روس بیرته خپل زوړ حیثیت ته بوځي، هغه هره ورځ مخکې ځي روان دی او خداې خبر د هغه اخري منزل به کوم ځاې وي.
د یوکراېن وزیر اعظم غوښتنه اوکړه ماسکو دی یوکراېن نه لاس واخلي. ښاغلې یتسینېوک واېي : (د روسیانو خپل هیواد دی او زمونږ خپل هیواد. که چرې روس زمونږ نه لاس واخلي. نو مونږ به یو متحد، خودمختاره او آزاد هیواد پاتې شو)

په واشنګټن کې بیا د روس سفیر سرګې کېزلي یاک د اتوار په ورځ د امریکا په فاکس نیوز ټي وي چینل واېي د ماسکو یواځېنې مقصد په یوکراېن کې میشته روسیانو حفاظت کول دي. ښاغلې کېزلي یاک واېي:
(مونږ یواځې دا غواړو چې د یوکراېن خلک دی د خبرو اترو لاری معلومې کړي. یو داسې نوې اېین دی جوړ کړي چې خپل هیواد په جمهوري طریقه اوچلوي، او په یوکراېن کې د روسیانو په شمول د نورو ټولو اقلیتونو د حقونو خیال دی اوساتي) . د روس سفیر واېي روس د تیرې اونۍ د نړیوالی لوظنامې هم پابند دی. په کومه کې چې د مظاهرچیانو د بې وسلې کولو خبره شوې ده.

د اتوار د ورځې د ډزو د پیښې وړاندې د امریکا صدر بارک اوباما وېلي وو هغه نه ګڼي چې دغه لوظنا مه به کار اوکړي. امریکاېي صدر واېي:
(زما هیله به د راروانو څو ورځو د حالاتو وروستو پیدا کیږي. خو د تیرو تجربو نه ځه دا نه ګڼم چې دغه لوظنامه به دومره کار اوکړي. او مونږ له ځان دی ته هم تیار ساتل پکار دي که چرې د روس لخوا په خطیز او جنوبي یوکراېن کې نیغ په نیغه مداخلت کیږي).
د اتوار د ورځې د ډزو د پیښې وړاندې د امریکا صدر بارک اوباما وېلي وو هغه نه ګڼي چې دغه لوظنا مه به کار اوکړي. امریکاېي صدر واېي
د اتوار د ورځې د ډزو د پیښې وړاندې د امریکا صدر بارک اوباما وېلي وو هغه نه ګڼي چې دغه لوظنا مه به کار اوکړي. امریکاېي صدر واېي

په امریکا کې ځنې قانون دانانو په اباما انتظامیه غږ کړی په روس د فشار سوا کولو لپاره دی نور ګامونه پورته کړي. د امریکا په این.بي.سي ټي وي چینل د ریپبلکن ګوند سینېټر باب کارکر واېي په روس باندې امریکاېي بندیزونو هیڅ اثر نه دی کړی. دې واېي زما په فکر چې تر څو روس خپل ۴۰ زره عسکر د یوکراېن د پولې نه خوزولې نه وي. کوم چې د یوکراېن د خلکو لپاره یو خطر دی. او ددغې لپاره پکار ده چې مونږ د یوکراېن د اینرژۍ په برخه ، د دغو په لویو کمپنیو او په لویو بنکونو بندیزونه اولګوو. نو وروستو ددغې بیا امکان شته چې په روس څه اثر اوشي. د امریکاېي صدر بارک اوباما انتظامې یوکراېن ته د څه قسمه خطرناکې وسلې ورکولو امکان رد کړی خو زیاته کړی ېې ده امریکا په روس باندې نورو بندیزونو لګولو ته تیاره ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG