لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیگار: د افغان امنیتي ځواکونو شمېره ١١ فیصد کمه شويده


President Joe Biden and first lady Jill Biden wave as they arrive at the North Portico of the White House in Washington, D.C.
President Joe Biden and first lady Jill Biden wave as they arrive at the North Portico of the White House in Washington, D.C.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څېړونکي ادارې یا سیګار ویلي، په ۲۰۱۷ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر کابو ۱۱ فیصده کم شویدی.

که څه هم کره او دقیقې رسمي شمېرې نشته خو سیګار وايي چې طالبان د افغانستان په شاوخوا ۱۵ فیصده خاوره یا حاکمیت او یا هم نفوذ لري.

افغان حکومت په وار وار دا راپورونه په کلکه رد کړي دي او ټېنګار کوي چې طالبان پر سیمو د حاکمیت توان او ظرفیت نلري.

سیګار دغه خبره په خپل هغه نوي راپور کې کړې ده چې د نهې یا سې شنبې په ورځ خپور شوی دی.

د سيګار په راپور کې ویل شویدي چې تېرې جنورۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو ټول شمېر ۲۹۶،۴۰۰ تنو ته رسېده په داسې حال کې چې د ۳۳۴،۰۰۰ سرتیرو د ساتلو اجازه لري.

د سیګار په راپور کې دا هم ویل شویدي چې تېر کال د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د ۲۰۱۶ کال په پرتله نهه فیصده کموالی راغلی.

سیګار دا هم ویلي دي چې ۷۳ فیصده افغانان او ۴۰۷ ولسوالۍ د افغان حکومت تر واک لاندې ګڼل کیږي.

راپور زیاتوي چې د وسله والو طالبانو او نورې ترهګرې ډلې د پخوا په پرتله اوس تر هر وخت د ډېرو سیمو کنترول لري.

او د هغو ولسي وګړو شمېر هم ډېر شوی چې اوس د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي.

د سیګار مشر جان سوپکو ویلي چې د امریکا په لومړیتوونو کې یو مهم کار دا هم دی چې غواړي د افغان امنیتي ځواکونو شمیر زیات کړي او دوی پر خپلو پښو ودروي. هغه زیاتوي چې له همدې کبله دوی د سیګار وروستي راپور په لیدو اندېښمن دي.

د امریکا ددفاع وزیر جیم ماټیس د کابل د دوشنبې د ورځې د خونړیو چاودنو وروسته وویل، دغه بریدونه هغه چا ترسره کړي چې په ټاکنو کې یې نشي ګټلای او په سیاسي او پوځي ډګرونو کې یې ماته خوړلې.

ښاغلي متیس وویل، په افغانستان کې یاغیان او سخت دریځه د انتخاباتو په درشل کې ددې ډول بریدونو په ترسره کولو سره هڅه کوي چې افغانان په انتخاباتو کې له گډون نه منع کړي.

دا راپور پداسې حال خپریږي چې افغانستان کې په وروستیو کې د وسله والو بریدونه او پوځي عملیات زیات شوي. او د افغان ځواکونو په ګډون ولسي وګړو ته هم سخته مرګ ژوبله اوښتې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG