لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار: افغانستان کې د امریکا د ثبات ډیرې پروژې ناکامه شوي


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي (سیګار) په یو راپور کې ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې د ثبات په راوستلو کې ناکامه شوېده که څه هم دغلته ۱۶ کاله پاتې شوې او د ثبات په پروګرامونو باندې یې په میلیاردونو ډالره لګېدلې دي.

د سیګار لخوا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خپور شوي راپور کې راغلي دي: ٫٫ د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنخ د افغانستان د نا امنه سیمو د ثبات په برخه کې د امریکا د حکومت نږدې ټولې هڅې ناکامه شویدي.٬٬

په دغه راپور کې وړاندې راغلي دي چې امریکا په دغه موده کې څلور عشاریه اوه میلیارده ډالره په افغانستان کې د افغان حکومت د وړتیاو د لوړولو او تش په نامه د ثبات په پروژو باندې لګولي دي چې په اکثرو حالاتو کې بې ګټې وو.

د امریکا د ثبات د پروګرامونو د ناکامۍ نور علتونه اداري فساد، د څار نشتوالی او د پيسو چور او تالان ښودل شوی. د سیګار راپور زیاتوي، د دې پروګرام ګټه یوازې څو قومي مشرانو، سیاستوالو او وسلوالو زورواکو ته رسېدلې ده.

د سیګار مشر جان ساپکو زیاته کړه: ٫٫ د پوځ د فشارونو په خاطر د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په داسې نامناسبو سیمو کې ښوونځي جوړ کړي چې څار یې نه شي کېدای. حکومت هم دغو سیمو ته خپل کارمندان نه شي استولی، حتی زده کوونکي به هم د ناامنیو له وېرې دغو ښوونځیو ته نه ورتلل.٬٬

په راپور کې افغانانو ته د رهبرۍ د چارو په انتقال باندې هم نیوکې شویدي او ویل شویدي چې د ځینو ولسوالیو واک په داسې حال کې بېرته افغانانو ته سپارل شوی و چې دوی یې جوګه نه وو او له همدې تشې نه په ګټې اخیستنې په کې طالبانو خپلې رېښې غځولي دي.

د روسیې د ملي امنیت د شورا مشر نیکولای پتروشیف د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل چې دا مهال کابو شل زره ترهګر د افغانستان په شمال کې مېشت دي او د منځنۍ اسیا هېوادونه یې له ګواښ سره مخامخ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG