لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان پوځ: په تازه عملیاتو کې یې شپږ پاکستاني ترهګر وژلي


افغان امنیتي ځواکونه وايي، د غزني ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې یې د یوې ۳۰ کسیزې پاکستانۍ ترهګرې ډلې په مرکز برید کې شپږ پاکستاني ترهګر وژلي دي.

د افغانستان ددفاع وزارت لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي چې دغه برید یې د پاکستاني ترهګرو په یوې دایمي اډې باندې ترسره کړی دی.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې ددغو ځانګړو پوځي عملیاتو پرمهال له هوايي ځواک څخه هم کار اخیستل شوی.

خبر زیاتوي، په عملیاتو کې د پاکستاني ترهګرو یو موټر او څلور موټر سایکلونه هم ویجاړ شویدي.

په اعلامیه کې د عملیاتو د نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي. تر اوسه پورې د دولت وسلوالو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان له خوا په دغه حقله څه غبرگون ښو نه دی ښودل شوې خو په ورستیو کې پاکستان هم تورونه لگولي دي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد استعمالېږي.

د پاکستان د باندینو چارو وزارت له خوا په یو ورستي بیان کې ویل شوي وو چې د افغانستان په خاوره میشت ترهگر په پاکستان کې په حملو کې ککړ دي. د پاکستان پوځ وايي دويي د پولې د څارنې لپاره یو ازغن تار هم لگوي چې دترهگرو د تگ راتگ لاره ونیول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG