لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسټرېلیا کې یو تن شپږ تنه په چړو وژلي، یواځینۍ ښځینه پولیسې بریدګر هم وژلی


د اسټرېلیا د سیډني ښار په یوه لوی له ګڼې ګوڼې ډک تجارتي مرکز یا شاپنګ مال کې یو تن پر خلکو د چړې ګوزارونه کړي او د څلورو ښځو او یو ماشوم په ګډون شپږ تنه یې وژلي، ګڼ شمېر یې ټپیان کړي، خو پولیسو بریدګر هم وژلی دی.

یوه ښځینه پولیس چې په شاوخوا سیمه کې وه د پېښې له خبرېدو وروسته په بیړه ورغلې او د بریدګر د نیولو هڅه یې کړې، خو هغه پر دې هم د چړې ګوزاره کاوه خو هغې ډزې ورباندې کړې او وژلی یې دی. د اسټرېلیا وزیراعظم د هغې زړورتیا ستایلې او "اتله" یې ورته ویلې ده.

دا پېښه نن د شنبې- خالي په غرمه هغه وخت شوې چې د پولیسو په وینا یو تن د ویسټ فیلډ بونډي جنکشن په نوم لوی شاپنګ سنټر ته ننووت او پر خلکو یې د چړو واري پیل کړل.

د نیو ساوت وېلز پولیس مرستیال کمیشنر انتوني کوک له پېښې وروسته خبري غونډې ته وویل، کله چې بریدګر پر نهو تنو د چړې ګوزارونه کول، یوې ښځینه پولیس هغه ګیر کړی دی:

"هغې وسله ځنې اخیستې او هغه کس اوس مړ دی، ماته وویل شول چې د بریدګر په بریدونو کې پینځه تنه وژل شوي دي".

د نیو ساوت وېلز د پولیس وایي په پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون پینځه تنه ځای پر ځای وژل شوي وو، خو وروسته د پولیسو ویاند تایید کړې چې شپږم تن په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د پولیس مرستیال کمیشنر انتوني کوک وایي د برید سبب سمدستي نه دی معلوم شوی خو د ده په وینا په دې مرحله کې دا امکان نه شي ردېدای چې دا دې د "ترهګرۍ" پېښه وي:

"زه دا وخت نه شم ویلای چې هغه [بریدګر] څوک دی. تاسو پوهیږئ دا ډېر وختي دی. د پېښې په اړه پلټنې په لومړي پړاو کې دي او د پېښې د ذمه وارو کسانو د پېژندلو لپاره هڅې روانې دي".

د نیو ساوت وېلز امبولنس ویاند اې ایف پي ته ویلي چې اته تنه ژور ټپیان د سیډني مختلفو روغتونونو ته وړل شوي، وایي په دوی کې یو ماشوم هم وو او هغه د ماشومانو روغتون ته وړل شوی دی.

په ځایي رسنیو کې د امنیتي کېمرې په ویډیو کې لیدل کیږي چې یو سړی د اسټرېلیا د رګبي لیګ وردۍ اغوستې لوی چاقو یا چاړه په لاس کې شاپینګ سنټر ته ننوځي او وروسته لیدل کیږي چې ټپي شوي خلک په فرش باندې پراته دي.

عیني شاهدان رسنیو ته له ویرې ډکه صحنه بیان کړې وایي خلک منډې وهلې او خوندي ځایونو ته یې ځانونه رسول. ډېرو خلکو په دوکانونو کې پناه اخیستې او هڅه یې کوله ځانونه وژغوري.

د اسټرېلیا وزیراعظم انتوني البانیز هم وایي تر اوسه د بریدګر د برید مقصد یا انګېزه معلومه نه ده، خو هغه خبري غونډې ته وویل "دا د تشدد یوه بوږنوونکې پېښه ده، چې بې ګناه خلک په سودا بوخت وو او برید ورباندې شوی دی".

اسټرېلیا د توپک او چړې ساتلو په برخه کې په نړۍ کې یو له سختو قوانینو څخه لري او دا ډول پېښې پکې ډېرې کمې کیږي لکه څنګه چې نن شوې ده.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG