لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان لپاره د امریکې مرستو ځنډولو په اړه په ټولنیزو رسنیو نظرونه


د امریکې له خوا پاکستان ته د امنیتي مرستو تر ځنډولو وروسته د پاکستان خارجه وزارت او د دغه هېواد د ردعمل تر څنګ په سوشل مېډیا باندې هم څېړنکارانو او نورو خلکو بېلابېل نظرونه څرګند کړي دي.

د واشنګټن پوسټ یوې لیکوالې برکها دت په خپل ټویټر پیغام کې ویلي، د پاکستان ایسټیبلشمنټ د عامو خلکو له نیوکو نه ډېر په اسانۍ سره ځان بچ ساتلی. نوموړې ویلي:

"پر پاکستان باندې تر دې وړاندې هم امداد بند شوی، خو د ترهګرو له ملاتړه د لاس اخیستو لپاره دغه بندیزونه کافي ثابت شوي نه دي".

د امریکې په جارج ټاون پوهنتون کې د (سنټر فار پيس اینډ سیکیوريټي سټډیز) پروفیسرې او د پاکستان پر پوځ د یو کتاب لیکوالې کرسټین فېر پر ټویټر ویبپاڼه د ټرمپ له خوا پاکستان ته امداد ودرول لومړنی مهم ګام ګڼلی. نوموړې لیکلي:

"د ترهګرۍ په ضد جنګ کې د (کولیشن سپوټ فنډ) په نوم بودیجه د امنیتي مرستو غټه برخه ده، خو په تیکنیکي لحاظ دا مرسته نه ده". لیکوالې پوښتنه کړې، چې دوی د کولیشن سپوټ فنډ په حیثیت ځان پوهول غواړي.

یو بل امریکايي څېړنکار جیف هیرس پر ټویټر لیکلي، چې پاکستان کله هم د اسلامي ترهګرو مرسته نه ده پرېیښې. نوموړي ویلي:

"باید په راتلونکې کې پر میډیا دا خبر راشي چې امریکې پاکستان ته په مستقله توګه مرسته بند کړه".

پر ټولنیزه ویبپاڼه فېسبوک باندې هم ګڼو خلکو د امریکې له خوا پر پاکستان د پوځي مرستو د ځنډولو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي، چې اکثرو یې هرکلی کړی، خو ځینو ورسره مخالفت څرګند کړی دی.

د عبدالرووف سمون په نوم یو تن د پاکستان د دې خبرې په ځواب کې- چې وایي د امریکې د مرستو بندول به د سیمې امن ته تاوان ورسوي، لیکي چې "د فوري مرستو بندول به امن نه، بلکه ستاسو اقتصاد ته نقصان و رسوي".

د نعیم خان په نوم یو بل تن بیا په دې نظر دی، چې د ترهګرۍ په ضد د امریکې د مرستو بندول به د وسلوالو طالبانو د ملاتړ پټه سرچینه هم وچه کړي. نعیم خان پر فېسبوک لیکلي:

"مطلب دا چې امریکا نور نه غواړي پر جنګ پانګونه وکړي. د طالبانو د عاید سرچینه مخ په وچېدو شوه. امن نور پخپله راځي".

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG