لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صومالیه په سرښار کې موټر بمي چاودنو څلور تنه وژلي


د صومالیه سرښار موغادیشو کې د اتوار په ورځ ترسره شوي غبرګو موټر بمي چادونو کې د عیني شاهدینو ترمخه څلور کسان وژل شوي او پېنځه نور ژوبل شوي.

د چارواکو ترمخه لومړۍ چادونه په یوه پوځي چېک پوسته ترسره شوې، په دغه چاودنه کې ۴ تنه مړه او څلور نور ژوبل شول.

د عیني شاهدینو ترمخه په دغه چېک پوسته امنیتي کسانو ځانمرګي برید کونکي تهد ودریدو اشاره وکړه خو هغه خپل موټر والوځوو.

د دغه چادونې سمدستي وروسته ایمبولینسې د پېښې ځاېې ته رسیدلي او ژوبل کسان يې نژدې روغتون ته رسولي.

د موغا دیشو د ایمبولینس ادارې مشر ډاکټر عبدالقادر عبدالرحمان د وي او ای صومالي سروس ته د وژل شوو کسانو د شمېرې پخلی کړی.

د موغادیشو دا تازه چاودنه د ښار په خوندي سیمه کې شوې او دغه چېک پوسته د ښار یو شمېر مهمو برخو ته د تلو لاره ورکوي. د چاودنې له امله یو شمېر ودانیو او ګا‌ډو ته هم زیان رسیدلی.

هم د اتوار په ورځ موغادیشو ښار ته داخلیدونکي لوې لار په یو بله امنیتي پوسته هم موټر بمي چاودنه کې یو پولیس افسر ژوبل شوی دی.

څو ورځې وړاندې هم په موغادیشو کې د ګڼې ګوڼې په یو مصروفه سړک باندی ترسره شوي موټر بمي چاودنه کې ١٧ تنه وژل شوی او ٨ نور ژوبل شوی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG