لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صومالیه: په امریکايي هوايي بریدونو کې د الشباب تندروه ډلې ۸ وسله وال وژل شوي


مختار روبوو د صومالیه سوېل ختیځ ایالت کې د راروانو صدارتي ټاکنو یو قوي کاندید ګڼل کیږي.
مختار روبوو د صومالیه سوېل ختیځ ایالت کې د راروانو صدارتي ټاکنو یو قوي کاندید ګڼل کیږي.

د خالي یا شنبې په ورځ امریکايي پوځ ویلي په افریقايي هیواد صومالیه کې يې په هوايي بریدونو کې د تندروه الشباب ډلې لږ تر لږه ۸ وسله وال وژلي. د بیان تر مخه په دغه برید کې وژل شوي ټول تنان وسله وال وو.

بیان زیاتوي د موغادیشو سره نژدې د صومالیه په ګندرسی ساحلي سیمه کې دغه برید د صومالیې د حکومت په مرسته تر سره شوی.

په روان کال کې د صومالیه په بیلا بیلو برخو کې د امریکايي پوځ لخوا تر ۴۰ پورې هوايي بریدونه تر سره شوي. په دغو بریدونو کې د الشباب ډلې مظبوط مرکزونه هم په نخښه شوي.

هم د خالي يا شنبې په ورځ د صومالیه په بیدوه ښار کې په دریمه ورځ هم د مظاهرو وروسته اړی ګړی لیدل شوی. دغه مظاهرې د الشباب ډلې یو پخواني ناېب مشر مختار روبوو د نیول کیدو پرضد پېل شوي. مختار روبوو د صومالیه سوېل ختیځ ایالت کې د راروانو صدارتي ټاکنو یو قوي کاندید ګڼل کیږي.

مختار روبوو د زیارت په ورځ د نیول کیدو وروسته موغادیشو ته وړل شوی. د دغې ګام وروسته د هغه پلویان په قهر شوي او مظاهرې یې پیل کړي. د دغه مظاهرچیانو او پولیسو تر منځه اېنښتې هم شوي چې پکې تر دې دمه ۱۲ تنه وژل شوي. په وژل شوو کې د پارلیمان یو غړی هم شامل دی.

د چارواکو تر مخه د دغه مظاهرو وروسته يې تر ۲۰ پورې کسان نیولي.

د بخښنې نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنیشنل په مظاهرو کې د عامو خلکو د وژنې غندنه کړې ده. د ختیځې افریقا لپاره د ادارې ناېب ډاېرکټرې سارا جیکسن په یو بیان کې ویلي د صومالیه او اېتهوپیا امنیتي عسکر دې په بیدوه ښار کې د اولسي وګړو پرضد د تشدد نه ډډه وکړي. او څوک دې هم د خپلو خیالاتو په څرګندولو وه نه وژل شي.

د افریقايي اتحاد عسکرو بیا په یو بیان کې ویلي د دوي عسکرو د مختار روبوو په نیولو او موغادیشو ته په لیږلو کې هیڅ مرسته نه ده کړې. دغه بیان وروسته د هغو رپورټونو راغلی چې د اېتهوپیا عسکر د مختار روبوو د نیولو په عملیاتو کې ککړ وو.

د صومالیه د پارلیمان سپیکر محمد مرسل عبدالرحمان د خالي یا شنبې په ورځ په حکومت غږ کړی چې مختار روبوو دې ازاد کړی شي او په دغه سېمه کې دې انتخابات وځنډول شي. د صومالیه حکومت په روبوو تور لګوي، د سوېل ختیځ ایالت سرښار بیدوه ته يې تندروه اسلامي وسله وال او وسلې بیرته راوړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG