لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس د زیاتو پېښو له امله د پېښور ځینې تعلیمي ادارې تړل شوي


د خېبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې ضلعۍ انتظاميي هغه تعليمي ادارې تړلي دي چېرته چې د کرونا وايرس زیاتې پېښې مخې ته راغلي دي.

د کرونا وايرس د خورېدو مخنيوي لپاره ضلعۍ انتظاميي د پېښور په ځينو برخو کې سمارټ لاک ډاون هم لګولی دی.

د کرونا د څار وفاقي ادارې اين سي او سي د معلوماتو ترمخه د هېواد د نورو ښارونو په مقابل کې د کرونا وايرس د مثبتو پېښو شرح، 65۔29 فيصد، په پېښور کې ريکارډ شوې ده.

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکي وايي چې په سکولونو کې ماشومانو ته د کرونا وايرس ويکسينو لګولو عمل په چټکتیا دوام لري او د راتلونکې مياشتې 14 نېټې پورې به 90 فیصد ماشومانو ته لومړی وېکسین ورکړی شي.

د پېښور ضلعۍ انتظاميي د معلوماتو ترمخه تر اوسه پورې 10 حکومتي او غېر حکومتي ادارې تړل شوي چېرته چې د کرونا وايرس زیاتې مثبتې پېښې ريکارډ شوي دي.

ضلعۍ انتظاميي د کرونا وايرس د خورېدو مخنيوي لپاره په اته بېله بېلو سيمو کې د يوې اونۍ لپاره سمارټ لاک ډاون هم ځای په ځای کړی دی.

د پېښور خېبر مېډېکل پوهنتون مشر ډاکټر ضياالحق وي او ای ډيوه ته وايي په تعليمي ادارو کې ماشومان يوځای ناست وي ځکه هغوی دا بيماري په اسانۍ سره په نورو خلکو کې هم خورلې شي.

نوموړي زياته کړه د کرونا وايرس نه ځانونو خوندي کولو لپاره خلک باید د حکومت د هداياتو سر سم د کرونا وايرس په ضد وېکسين ولګوي.

د وېکسین د افادیت په اړه ډاکټر ضياالحق وویل " دا يو مستند علاج دی او مونږه يقين سره دا وېلی شو چې که ته دا ويکسين ولګوې نو د بيمارۍ لګېدو خطره به کمه شي، دوېم که بيماري ولګي هم نو سخته بيماري به نه وي او دريم دا چې اکثره خلک د مرګونو نه ورسره بچ شي، که ويکسين مو لګولې وي نو بيا بوسټر يا درېم ډوز هم ولګوۍ."

د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي د فرورۍ د 16 نېټې پورې چې کومو حکومتي او غیر حکومنتي سکولونو کې 99 فيصد استاذانو او زده کونکو ته د کرونا وايرس په ضد وېکسين نه وي لګول شوي نو د کرونا د څار مرکزي ادارې اين سي او سي د هداياتو په رڼا کې به دغو سکولونو په ضد ګامونه اخېستل کېږي.

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکي او د کرونا وبا لپاره ټاکلی شوي وياند ډاکټر اکرام الله خان وي او ای ډيوه ته ويلي چې په کومو تعليمي ادارو کې پېنځه يا د دې نه سېوا مثبت پېښې ريکارډ شي نو هغه بندولی شي. هغه زیاته کړه د کرونا وايرس مخنيوي لپاره زدکوونکو ته ويکسينو لګولو عمل دوام لري.

ډاکټر انعام الله وویل که د کرونا وایرس خطره نوره سېوا کېږي نو بيا به لاک ډاون او سکولونه او کاروبارونه بندول کېږي.

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې لخوا جاري شويو شمېرو ترمخه د صوبې په کچه د 12 کالو نه تر 17 کالو پورې 48 لکه 70 زره او 700 تنانو کې 13 لکه 55 زره 213 کسانو ته د کرونا وايرس په ضد ويکسين لګول شوي دي.

د صحت صوبايي محکمې د شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وايرس نه تر دې دمه 5 زره، 900 او 89 تنانو ژوند د لاسه ورکړی او 1 لک، 89 زره او 300 تنان ناروغه شوي دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG