د ایران د پخواني شاه زوی دا هفته اسرایل ته تلونکی دی چې په اړه يې اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د ایران د پخواني ولي عهد اسرایل ته مجوزه سفر به اسرایل سره د هغه د پلار د تودو تعلقاتو او په موجوده وخت کې د ایران او اسرایل د کړکېچنو تعلقاتو عکاسي کوي.
د رضا پهلوي د پلار بادشاهت په کال ۱۹۷۹ کې په ایران کې د اسلامي انقلاب په نتیجه کې ختم شو. هغه د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل د ایراني ولس د ملګرتیا پېغام به اسرایل ته وړي.
د اسرایل د استخباراتي چارو وزیرې هیله ګېملېیل وویل رضا پهلوي به د ګل، دوشنبې، په شپه د هالوکاسټ یا د یهودیانو د قتل د یادولو په دستوره کې برخه اخلي.
ټاکل شوې ده چې رضا پهلوي به د یهودیانو د عبادت مقام وېسټرن وال یا د مغربي دېوال دوره کوي، د بهايي ټولنې او ایراني نژاد یهودیانو سره به ويني.
ګېملېیل اسرایل ته د رضا پهلوي د تګ د "بهادرې" فېصلې هرکلی وکړو او ويې وېل ولي عهد د واکمنو ایت الله ګانو نه د مختلفې رهبرۍ علامت دی چې د هغې په قول د ایران د انتهاپسندو واکمنو برعکس د امن او برداشت اقتدار لري.
د کېنسر ناروغۍ له امله د هغه پلار محمد رضا پهلوي د تخت پرېښودو نه لږه موده مخکې رضا پهلوي د ۱۷ کلونو په عمر کې د پوځي هوايي جهاز چلولو د تربيت دپاره امريکې ته تللی و.
د دې وروسته، ای پي وايي، په ایران کې اسلامي جمهوریت قایم شو، په تهران کې د امریکي سفارتخانه ونیول شوه او په ملک کې د امریکې د حمایت یافته شنهشایت اخيري اثار ختم شول.
رضا پهلوي اوس هم په امریکا کې ژوند کوي او د ملایانو حکومت ځای نیولو دپاره د پرامنه انقلاب او د پارليمانې طرز حکومت غوښتنه کوي چې د انساني حقونو احترام لري او د ملک اقتصاد په جدیدو طریقو وچلوي.
ای پي وايي دا نه ده معلومه چې ایا رضاپهلوي به دومره حمایت لري چې په ملک کې اقتدار بیا ونېسي. د هغه پلار په عیاشانه انداز او زورونکي انداز کې حکومت کولو او په ۱۹۵۳ کې د سي ايي اي په حمایت د بغاوت نه هم ګټه ترلاسه کړې وه. د ایران اخیري شاه اسرایل سره سفارتي او پوځي تعلقات لرل.
په کال ۱۹۷۹ کې د ایران او اسرایل تعلقات ختم شول. د اسلامي انقلاب باني ایت الله خمیني اسرایل د اسلام دښمن وبللو او تعلقات يې ورسره ختم کړل.
ای پي وايي په موجوده وخت کې اسرایل او ایران د یو بل دښمنان دي. اسرایل ایران د خپل وجود دپاره خطر ګڼي. اسرایل وایي ایراني رهبران اسرایل د تباهۍ غوښتنه او د مسلح ډلو ملاتړ کوي. اسرایل د ایران اېټمي پروګرام د ځان دپاره خطر بلي. ایران دا خبره ردوي چې د اېټمي پروګرام هدف وسله تیارول دي.
رضا پهلوي په ټېوېټر خپل پېغام کې وویل غواړي چې د اسرایل ولس په دې خبره پوهه شي چې د ایران حکومت د ولس نمایندګي نه کوي او پکاره ده د دواړو ملکونو ترمنځ پخواني تعلقات د دواړو قومونو د ګټې دپاره بیا را ژوندي کړی شي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي